د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام پایلوبه نن ورځ ترسره کېږي

روهي( یوه نۍ/۲۳ د چنګاښ )، نن ورځ د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام پایلوبه د نیوزېلنډ او انګلېنډ هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو له خوا ترسره کوي.
 
 
تردې وړاندې نیوزېلنډ هېواد په نیمه پایلوبه کې هندوستان هېواد کرکټ ملي لوبډله په نیمه پایلوبه کې ماتې سره مخ کړه او خپل ځان یې تر پایلوبې ورساوه.
 
 
بله خوا د انګلېنډ د کرکټ ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د اسټرالیا هېواد کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او خپل ځان یې تر پایلوبې ورساوه.
 
 
دا چې ننۍ لوبه به څوک وګټي د لوبې په پای کې به مالومه شي.