روهي( نۍ/۲۲ د چنګاښ )، افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکی راشد خان د ملي لوبډلې د درې واړو فارمټونو نوی لوبډلمشر وټاکل شو او همدا ډول اصغر افغان ورسره بيا د مرستيال لوبډلمشر په توګه غوره شو. دا خبرې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي په خبري ناسته کې له رسنيو سره شريکې کړې.
کرکټ بورډ کې د خبري ناستې پر مهال چې عمومي رييس عزيزالله فضلي، نوي اجراييه رييس لطف الله ستانکزي او د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر راشدخان پکې حضور درلود، په ترڅ کې یې عمومي رييس فضلي له ولسمشر محمد اشرف غني مننه وکړه چې په وینا یې د بورډ د غړو په شتون کې یې ټول خپل حضور ته وروبلل او د کرکټ د لا غښتلتیا او ښه والي لپاره یې ورته لارښوونې وکړې چې سربېره پر دې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه هم وکړه.
فضلي وويل چې د غوراوي کمېټې له مشر انډي مولز او د بورډ له غړو سره يې هم د راشد خان د لوبډلمشرۍ په اړه مشوره کړې او له هغه وروسته يې راشد خان د درې واړه فارمټونو لپاره نوی لوبډلمشر وټاکه.
د هغه په وینا: ((له راشد خان هم مننه کوم چې دا مسووليت يې ومانه او زموږ هيله ترې دا ده چې دا مسوولیت به په ښه ډول سره ترسره کړي.))
هغه همدا ډول زياته کړه چې له راشد خان سره يې اصغر افغان د درې واړه فارمټونو لپاره مرستيال لوبډلمشر ټاکلی دی او د ولسمشر له لارښوونې سره سم به د بورډ غړي په دې تړاو ټول مالومات د دوه اونیو په موده کې له ولسمشر سره شریک کړي چې په کلنۍ عمومي ناسته کې هم د اړتیا له مخې د لوبډلمشر د بدلون موضوع شامله وه.
سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ نوي اجراييه رييس لطف الله ستانکزي هم وويل چې راشد خان ټوله نړۍ پېژني او هغه به وکولای شي چې ملي لوبډله د پرمختګ پر لور بوځي او د ۲۰۲۰ کال شل اوریزو نړیوال جام لوبو او راتلونکو لوبو کې ښه وځلیږي.
د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکي او نوي لوبډلمشر راشد خان وويل، چې د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ مسوولیت ډېر دروند دی، خو هڅه به کوي چې د خپلې تجربې په مرسته له لوبغاړو سره په ګډه د ملي لوبډلې لپاره ښه کار وکړي.
هغه همدا ډول وويل: (په ملي لوبډله کې هیڅ ستونزې نشته، ټول لوبغاړي په يووالي سره لوبې کوي، ټول لوبغاړي د خپل هېواد لپاره لوبېږي او هیڅوک د ځان لپاره لوبه نه کوي.)
نوموړي زياته کړه، چې خپل هېواد او هېوادوالو ورته عزت ورکړی او هر چېرته یې چې د نوم یادونه کېږي افغانستان ورسره تړلی وي. هغه وويل چې هیڅ کله هم د ځان لپاره لوبه نه کوي او تل يې هڅه هم دا وي چې د خپل هېواد نوم په هر ځای کې اوچت وساتي. هغه د اصغر افغان په اړه هم وويل، چې هغه تجربه لرونکی لوبغاړی دی او د هغه له تجربو به هم ګټه اخلي.
راشدخان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: (ما ته د نړیوالو لیګونو پر ځای خپل هېواد مهم دی، نړیوال لیګونه به کم کړم او ټول لومړیتوب به مې هغه درې-څلور کلن پلان ته وي چې د کرکټ د پیاوړتیا په موخه راکول کېږي او هیله ده چې په ښه توګه یې عملي کړو.)
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو، راشدخان د شل اوریزو لوبو او رحمت شاه هم د ټېسټ لوبو د لوبډلمشرانو په توګه دنده ترسره کوله.
وروستي