سوله او که معامله

 
افغانان له تیرو څو لیسیزو راپدیخوا د جنګ په لمبو کې سوځیږي او د امنیت له ستر نعمت څخه بې برخې دي هر افغان له سولې او ثبات پرته بله کومه هیله نلري، په دې وروستیو کې چې د امریکا په مشري د سولې کومې هلې ځلې روانې شوې افغانان ورته له احتیاط سره خوشبین دي داپه دې مانا داسي نه چې امریکا معامله وکړي او په افغانستان کې د جګړې ماموریت د طالب پرځای داعیش ته حواله کړي نو همدا وجه ده چې افغانان د امریکا په مرمزو فعالیت اندیښمن دي او غواړي چې د سولې ټول بحثونه دې له دوی سره په وخت شریک شي.
که په ریښتیا هم امریکا له افغان سولې سره صادقه وې نو دسولې په هڅو کې دې دسیمې هیوادونه او په ځانګړې توګه روسیه ته فعاله ونډه ورکړې د افغانستان له ګاونډیو پرته دسولې هڅې به اغیزمنې نه وې او احتمال شته چې افغانان له ګاونډیانو سره په جنجال کې راګیر شي.

د ګاونډیو له همکاریو پرته په افغانستان کې دسولې راوستل ستونزمن کار دی او که سوله وهم شي نو دایمې به نه وي، پرته له شکه افغانان دایمې او عادلانه سوله غواړي.

افغانان له ګاونډیانو سره ښه تعلق غواړي او هیچاته ددې اجازت نه ورکوي چې ددوی اړیکې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره خرابې او یاهم بې باورې رامنځته شي.

اوس پوښتنه داده که په ریښتیا امریکا په افغانستان کې سوله او امنیت راوستل غواړي نو افغان حکومت دې په مذاکراتو کې عملا ښکیل او څومره ژر چې کیدلای شي بین الافغانې خبرې دې پیل شي او د حسن نیت په توګه دې له تشدد څخه لاس واخیستل شي او اوربند دې اعلان شي.