
دافغانستان اسلامي جمهوریت
دسیمه ایېزو ارګانونو خپلواکه اداره
دمیدان وردګ ولایت
مطبوعاتي دفتر
نیټه۱۳۸۹/۸/۱۲ پرلپسې شمېره(۴۵۱)
دولایتي بیارغاونې ډلې ترکانو لخوا دمیدان وردګو ولایت دشپږو ولسوالیو ښوونکو او د ښوونځیو درسي خونو سره دیولک امریکایي ډالرو په اررزښت دمیزونو او چوکیو مرسته وشوه.
نوموړي مرستې دولایت مرستیال علي احمد خاشع،ولایتي ډلې مشرالاف اشکلې او دټیکا ولایتي مسول میکایل لخوا رسما دپوهنې ریاست مسولینو په واک کې ورکړل شوې.
دپوهنې سرپرست ریس فضل الرحمن طارق په ویناء دوۍ سره دغه مرستې دمیشت ولایتي بیارغاونې ډلې ترکانو لخوا شوې چې ددې ولایت د جغتو،چک،دایمیرداد،نرخ او دبهسودینو ولسوالیو دښوونځيو ادارو او درسي خونو سره شوې چې په دې کې د(۷۶) ښوونکو او د(۱۰۴۰) شاکردانو لپاره میزونه او چوکۍ شاملې دي چې ټولیز لګښت یي یولک امریکايي ډالرو ته رسیږي.
دریس په ویناء دوي د دوست هېواد دغه تل پاتې مرستو څخه مننه کوي او هیله لري چې په نوموړې مرستې به دښوونکو او زده کوونکو د ستونزو په حل کې دپام وړ مرسته وکړي.
دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ د(USAID/DAI) ادارې لخوا هم ددې ولایت دپوهنې اړنده بیلابیلو لیسو سره دچوکیو،میزونو او قرطاسیه مرسته شوې وو.
د ولایت مطبوعاتي دفتر
Maidan.pressoffice@gmail.com, 0796035300