افتاب عالم د يو کال لپاره د ټولو لوبو څخه کېنول شو

روهي( پنځه نۍ/۲۰ د چنګاښ )،د افغانستان ملي لوبډلې توپ اچوونکى افتاب عالم د نړيوال جام پر مهال د ډسپلين د نه مراعت کولو له امله د يو کال لپاره د نړيوالو او کورنيو لوبو څخه کېنول شو او کرکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد هم ختم کړ.
 

د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه.
 

د دوى په وينا، چې د نړيوالې شورا د څېړنو نه وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شو او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه.
 

تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوى دى.
 
 
بله خوا افتاب عالم تېره ورځ د په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې کریکنفو کې مې یوه لیکنه ولیده چې زما په اړه پکې راپور جوړ شوی ؤ.زه خپلو ټولو هېوادوالو او مینوالو ته ډاډ ورکوم چې ننی راپور مکمل بې بنیاده او دروغ دی.
 
 
زه به ډېر زر خپل دریځ د کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیټې په اجازه روښانه کړم.
 
 
له ټولو مینوالو هیله کوم چې په بې بنیاده خبرو باور ونکړي.
 

زه الحمدلله افغان او مسلمان یم.
 
 
خو د کرکټ بورډ د پرېکړې وروسته بیا افتاب عالم تردې دمه څه نه دي ویلي.