نیوزېلنډ کرکټ ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د هند ملي لوبډله له نړیوال جام څخه بهر کړه

روهي( ۲۰ د چنګاښ )، د نیوزلنډ د کرکټ لوبډلې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۰۱۹میلادي کال د نړېوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او دغه لوبډله یې له نړېوال جامه بهر کړه.
 
 

نیوزلنډ په لومړۍ ورځ د ۴۶ اعشاریه یو اوور لوبه کې ۲۱۱ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو او په دوهمه ورځ یې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۹ منډې جوړې کړې او هندۍ لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.
 
د هند لوبډلې د نیوزلنډ لوبډلې په ځواب کې ښه لوبه ونه‌کړه او په لومړنیو اوورونو کې یې ټاپ ارډر توپ وهونکي :
 
روهیت شرما.
 
کپتان کوهلي
 
او راهول یوځې د ۱ ـ ۱ منډو په جوړولو اوټ شول.
 
 
که څه هم د هند د پرانیستګرو او مېډل ارډر لوبغاړو تر سوځېدو وروسته داسې انګېرل کېدل چې ګواکې دغه لوبډله به د نیوزلنډ د منډو په ځواب کې ۱۵۰ منډې هم ونه‌کړي، خو رویندر جډېجا په زړه پورې لوبه وکړه او یوازې د ۵۹ توپونو په لوبولو یې د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ تر ۷۷منډو جوړولو اوټ شو.
 

له ده وروسته دهوني د نیمې سلیزې له بشپړولو وروسته اوټ شو چې ورسره هند د بریا تمه هم وشلېده.
 
دا په روان نړېوال جام کې د هند ۲ مه ماتې وه. تردې مخکې دوی په‌خپلو ۹ ګروپي لوبو کې یوازې ۱ لوبه انګلېنډ ته باېللې وه او د جدول په سر کې وه.
 

د هندۍ لوبډلې برعکس بیا د نیوزلنډ لوبډله په‌دغه جدول کې په ۴م نمبر وه.