
له کومه وخته، چې د امريکاد بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي، ښاغلي ډاکټرزلمي خليلزاد له لوري په هېوادکې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره د سولې او مذاکراتو تر عنوان لاندي له طالبانو او ټولوذيدخله ملي او بين المللي خواوو سره مذاکرات او ناستې پيل شوي دي؛ عام ولس يې تود هرکلی کړی، او ددې هڅو پوره ملاتړ يې په داخل او خارج کې څرګند کړی!
که څه هم دا ناستې او مذاکرات يو څه وخت د پټو او تړليو دروازو تر شا ترسره کېدل، چې حتما د ولس لپاره د تشويش وړ وو. خو پدې وروستيو کې چې د افغانستان د ځينو ګوندونو استازي، سياسي رهبران اومطرح شخصيتونو سره طالبان مستقيما ګورې، او خپل نظريات د سولې او روغي جوړې په اړه سره تبادله کوي، دا هم يو غټ پرمختګ بولو، او ورته هيله مند يو.
د افغانستان ملت د سولې د راتګ تږی، او له جنګ څخه ستړی او بېزاره دی، نور يوه ورځ هم د جګړې د دوام توان نه لري . او پدې لاره کې د هرنوع پرمختګ دروند استقبال کوي .
موږ د قطر دناستې اعلاميه ولوستله، تر ډېره هيله بښونکې وه، او د مجموعې توافق ټکې په کې ډېر وو. د اړينو موضوعاتو يادونه هم په کښي شوې وه.
خو يو څه، چې هغه ډېر مهم دي، او ولس د همدې ټکې انتظار دي، هغه دا، چې که سوله راځي، نو څرنګه به راځي؟
د سولې د راتګ ميکانيزم څه شی دی؟
اياطالبان به په همدې نظام، کې مدغمېږي؟
جنګيالي به يې د کوم ميکانيزم له مخي په دولت کې جذبېږي؟
ملايان او طالبانو ته به په دولت کې، يا په مشخص ډول په حکومت کې کوم وزارتونه ورکول کېږي؟
قضاء، څارنوالي، حج اوقاف، محاکم او....... دا شعبات به ورته سپارل کېږي او که څنګه ؟
دا ټول هغه مسائل دي، چې تر اوسه ورباندي ولس مطمئن نه دی، چې امريکا څه غواړي، او طالبانو ته د سولې په مقابل کې څومره امتياز ورکول غواړي؟
موږ چې د اتلسو کالونو د لاسته راوړنو خبره باربار تکراروو، هغه همداده، چې نظام، سيستم، پرمختګونه، لاسته راوړنې مو بايد محفوظ او خوندي وي.
نوچې کله له مقابل لورې سره سوله کوو، مفت خو نه کېږي، حتمي به يو څه ورکوو، مقابل کې به يو څه اخلو، اوس امريکاچې له طالب سره سوله کوي؛ څه ورکوي، پدې باندي ولس ځان پوهول غواړي.
د افغانستان ولس او په تېره بيا حکومت په حاشيه کې ساتل شوی، او اول لاس معلوماتو ته لاس رسي نه لري. دا پداسي حال کې ده، چې په روانه بدمرغه جګړه کې د ټولو ښکېلو خواوو څخه قرباني همدا ولسدی. او د ولس بچيان قرباني شوي دي .نو بناء، که سوله د ولس د هوساينې لپاره وي، اړينه ده، چې د سولې تر راتګ مخکې د سولې په ماهيت، کيفيت او قيمت هم پوه شو .