د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه نن ورځ ترسره کېږي

روهي( درې نۍ/۱۷ د چنګاښ )، د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال لومنړنۍ نیمه پایلوبه نن ورځ د هند او نیوزېلنډ هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسه کېږي.
 
 

دا وخت هندوستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په لومړي سر ( اول ) ځای کې قرار لري د خپل ځان سره د اووه لوبو په ګټلو، یوې لوبې بایللو او یوې لوبې د باران له کبله مساوي کېدو له امله د خپل ځان سره ۱۵ نمرې لري.
 

بله خوا د نیوزېلنډ د هېواد کرکټ ملي لوبډله د په ۴ ځای کې قرار لري د ۵ لوبو ګټلو او درې لوبو بایللو سره ۱۱ نمرې لري چې یوه لوبه یې د باران له کبله مساوي اعلان شوې وه.
 
 

ننۍ لوبه د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهمه ده ځکه چې ګټونکې لوبډله به پایلوبې او بایلونکې لوبډله به خپل هېواد ته ستنېږي.