قیس احمد د بنګلدېش الف لوبډله ځانته حیرانه کړله

روهي( دوهنۍ/۱۷ د چنګاښ )، د افغانستان د الف او ملي لوبډلې ځوان بالر قیس احمد چې لېګ سپېن بالر دی په خپله لومړنۍ څلورورځنۍ لوبه کې یې د بنګلدېش هېواد ۱۰ لوبغاړي وسوځول.
 
 
قیس احمد په خپل لومړي بالنګ اننګز کې د ۸۰ منډوورکولو سره درې لوبغاړي او په دویم اننګز بالېنګ کولو سره د ۶۵ منډو په مقابل کې ۷ لوبغاړي وسوځول.
 

قیس احمد د نړۍ په ځینو لیګونو کې هم لوبېدلی دی.