راشد خان د نړیوال جام لوبو له امله پر شا ولاړ

روهي( دوه نۍ/۱۷ د چنګاښ )، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او بااستعداده سپېن بالر ( راشد خان ) د کرکت د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې له دریم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.
 

بله خوا بیا د افغانستان تنکی سپېن بالر ځوان توپ اچوونکي مجیب الرحمن بیا په دغې درجه بندۍ کې شپږم مقام خپل کړی دی.
 

راشد خان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د طمعو خلاف لوبې وکړې او آن د انګلنډ خلاف لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.
 

پد انګلېنډ خلاف لوبه کې په د باندې په نهو اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې شوې وې.
 

راشد خان د نړیوال جام په نهو لوبو کې اوه ویکټې اخیستې دي او ۴۱۶ منډې پرې شوي دي. مګر مجیب الرحمن بیا په اوو لوبو کې اوه ویکټې اخیستې او ۲۵۹ منډې پرې شوي دي.