د افغانستان کرکټ بورډ کلنۍ عمومي ناسته ترسره شوه

روهي( یوه نۍ/۱۶ د چنګاښ )، د افغانستان کرکټ بورډ کلنۍ عمومي ناسته د چنګاښ په پنخلسمه نېټه د بورډ د ټولو غړیو عزیزالله فضلي، محمد جواد پیکار، شکرالله عاطف مشعل، ګلالۍ نور صافۍ، فریدون الهام، ضیاالحق امرخېل او عبدالرحمان الکوزي په ګډون ترسره شوه.
 

په سر کې د بورډ غړیو د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ګډون ستاینه وکړه او د یادې ادارې د لا غښتلتیا او مسلکیتوب لپاره لاندې پرېکړې وکړې:
د کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست سرپرست رئیس (CEO)، د هغه وخت د غوراوي کمېټې مشر او د ملې لوبډلې منېجر دندې وخنډول شوې او د موضوع ارزونې لپاره د بورډ د غړیو ضیاالحق امرخېل، فریدون الهام او شکرالله عاطف مشعل په ګډون یوه کمېټه دنده واخیسته چې تر دوو اونیو پورې د یادې مسالې په اړه خپلې ارزونې بشپړې او خپلې موندنې د بورډ راتلونکي غونډې سره شریکې کړي.
 

د کرکټ بورد د اجرائیه ریاست (CEO) بست لپاره چې څه موده مخکې د یوې خبرې ناستې له لارې د کرکټ بورد عمومي رئیس له لورې اعلان شوی و، یاد بست ته د یو وړ کس د ګمارنې لپاره د غوښتنلیکونو د سپارلو موده د روانې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې وغځول شوه او پرېکړه وشوه چې د جولای څوارلسمې نېټې څخه مخکې یو وړ کس په کار وګمارل شي.
 
 
د کرکټ بورډ غړیو په نړیوال جام کې د کرکټ ملي لوبدلې په کړنو، ننګونو، ستونزو، فرصتونو او همدارنګه راتلونکي نړیوال جام ته د ښه چمتووالي او همدا ډول د لوبډلې لا پیاوړې کېدو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د لوبډلې پر لوبډلمشرۍ بحثونه وکړل او سلا شوه چې په دې اړه په راتلونکیو غونډو کې پرېکړه کیږي.
 
 

په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د افغانستان د کرکټ لوبډلو لا پرمختګ، د کرکټ بورډ د مسلکیتوب او پر ځان بسیاینې لپاره له ټولو لارو چارو به ګټنه وشي.
 

همدا ډول د افغانستان غوره لیګ (APL) په اړه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) هغه رپوټ او د ادارې ارزونې له بورډ سره شریکې شوې چې په کې یاد لیګ شفاف لیګ بلل شوی او په دې اړه نورې ارزونې ختمې شوي او هغه لازم اقدامات چې په کار ول ترسره شوي دي. په غونډه کې یادونه وشوه چې د افغانستان غوره لیګ (APL) به د روان کال په اکټوبر میاشت کې ترسره کیږي.