
یو وخت یو ځوان یوې جېنۍ سره مینه درلوده، جینې دومره زیاته ښایسته او زړه راښکونکې هم نه وه خو د ځوان لپاره بې جوړې وه. هلک به تل پدې فکر کاوه چې خپل پاتې ژوند له دي سره تېر کړي.
یوه ورځ ملګرو ورته وویل چې، ولې هر وخت دهغې په اړه فکر کوې پداسې حال کې چې لاتراوسه یې د مینې په انکار او اقرار خبر هم نه یې؟ لومړۍ له جینۍ سره خپله مینه شریکه کړه ترڅو پوه شې چې؛ مینه درسره کوي او کنه؟
دې وخت کې ځوان فکر وکړه چې، ښه خبره ده خو جینۍ مخکې له مخکې پوه وه چې ځوان ورسره مینه کوي.د وخت په تېریدو سره یوه ورځ ځوان خبره ورسره مطرح کړه چې، زه له تا سره د زړه له تله مینه لرم لیکن مکارې جینۍ انکار وکړ چې پدې سره ځوان ډېر غمګین شو او د سوچونو او اندیشنو پیټی یې په شا کړ.
ملګرو یې فکر وکړ چې ځوان به په الکولو او د نشې په ګولیو خدای مه کړه پیل وکړي چې؛ پایله به یې د ژوند تباهۍ او بربادۍ لامل شي. دوی غوښتل چې ځوان زړه تنګی نشي.
کله چې دوی له ده څخه وپوښتل چې خفه به نه وې؟ ځوان ځواب ورکړ چې
"ولې زه باید بد احساس وکړم؟ ما داسې یو څوګ وبایلل چې ما سره یې هیڅ مینه نه درلوده او برعکس دي داسې څوګ وبایله چې ټول ژوند یې ورته ډالۍ کړی وه".
پند!
یوه رښتینې مینه هیڅکله دومره لنډ عمر نه لري، چې د (هو) او (نه) په ځواب سره به پای پیدا کړي،او که داسې څه پیښ شي نو قیاس باید داسې وي، چې مینه نه، بلکې د یوه ځانکړي وخت توده احساسات و.
دا دې هم په یاد وي جې څوک درسره مینه لري نو له مینې وړاندې ستا په قدر په شوی دی، اړتیا نشته چې په مکر او حیله سره ځان ته پیدا کړې ځکه چې دغه مکر او حیله کیري به درڅخه پخوانۍ قدر او مینه هم درڅخه واخلي.