
روهي( دوه نۍ/۱۰ د چنګاښ )، د بالیووډ د فلمونو ځوانه غړې زایره وسیم د ( دنګل ) فلم کې د مرکزي کار کولو څخه وروسته فلمونو کې کار کولو ته خدای پامي وویله. هغې ویلي دي چې په فلمونو کې د کار کولو سره د هغې ایمان ته خطر و.
زایره وسیم زایره وسیم د نن څخه ۵ کاله وړاندې د بالیووډ د فلمونو نړۍ ته راغلې وه چې هغه وایي دغه کار ماته خورا مشهورتیا راکړه او د فلمونو جوړېدو په لړ کې ماته په درنه سترګه کتل کېده خو زما ایمان په خطر کې و.
زایره وسیم وایي چې هغه د دغې مشهورتیا څخه خوښه نه ده ځکه دغه مشهورتیا یې داسې کارونو طرف ته بیایي چې دا یې نه غواړي.
هغې په تکراري ډول ویلي دي چې خلکو ورته ډېره مینه او عزت ورکړ خو هغه پوهېده چې په دغه برخه کې کار کول ورته زیان رسوي.
زایره وسیم په پای کې ویلي دي چې الله دې زمونږ د زړونو څخه کبر، لویوالی، منافقت او ناپوهۍ څخه مو خپل رب وساتي.