تیز توپ اچوونکی حمید حسن له یو ورځنیو لوبو رخصت واخیست

( روهي ـ ۱۳۹۸ل، چنګاښ ۹مه) افغان تیز توپ اچونکی حمید حسن په انګلستان کې د روان نړیوال جام په درشل کې د پاکستان خلاف د لوبې پر مهال د یو ورځنیو سیالیو څخه استعفا وکړه.
 
 حمید حسن له دریو کلونو راهیسې هېڅ کومه نړیواله سیالي نه وه ترسره کړې خو په دې نړیوال جام کې یې یوازې پنځه لوبې ترسره کړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
 
هغه د افغانستان لپاره په ۳۷ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ( ۵۹) لوبغاړي سوځولي دي.
 
آفسانوي لوبغاړي حمید حسن نن د ۲۰۱۹ کال د جون پر ۲۹ مه نېټه د خپل لوبیز ژوند د یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه د پاکستان خلاف ترسره کړه او په دغې سیالۍ کې یې یوازې دوه اورونه ترسره کړ خو کومه ویکټ یې ترلاسه نکړه.