روهي( یوه نۍ/۹ د چنګاښ )، محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سرطان پر ضد د مجادلې ملي سمپوزیم کې چې صدارت په مرمرینه ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې لومړۍ مېرمن او د کابینې ځینې غړو هم ګډون کړی و، ولسمشر وویل: کله چې د سرطان کلمه اورو، خپله هیله له لاسه ورکوو، نو باید دغه خنډ له منځه یوسو او پر دې پوه شو چې سرطان شته، زمونږ ژوند ګواښي او د مجادلې لپاره یې باید اساسي اقدامات وکړو.
هغه زیاته کړه: له نهیلۍ څخه باید د اقدام لورې ته ورشو او د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې واضح او مشخص اقدامات وکړو.
ولسمشر غني د سرطان د ناروغۍ پر ضد مبارزې برخه کې ګډ اقدامات اساسي اړتیا وبلله او وې ویل، درې کاله مخکې د سرطان د ناروغۍ ارقام مشخص نه وو، خو نن د لومړۍ مېرمنې د دفتر، د افغانستان د طبي عالي شورا او له سرطان سره د مبارزې بنسټونو د هڅو له برکته په دې برخه کې د عامه پوهاوي له نظره ښه کارونه شوي دي.
ولسمشر د روغتیا په برخه کې د افغانستان ستونزو ته په اشارې وویل: زمونږ ستونزه داده چې روغتون جوړوو خو د ماشینونو، روغتیایي پرسونل او نرسانو د تشکیل په برخه کې اقدامات نه کوو.
ولسمشرڅرګنده کړه، د مالیې وزارت دې د سږ کال په بودیجه کې د سرطان د تشخیص مرکز ځای کړي او د ایکسرې او نورو ټولو طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې دې واضح ارزونه وکړي.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې سرطان سره د مبارزې بنسټونو په ځانګړي ډول د دې ناروغۍ د تشخیص په برخه کې له سرطان سره د مبارزې نړیوالو شبکو سره ارتباط یوه جدي او اساسي اړتیا وبلله.
وروستي