د افغان دولت سیاسي مخالفین پاکستان ناستې ته په ګډون سره د سولې سره مرسته کوي که افغان حکومت ننګوي؟

دولسمشر اشرف غني حکومت له پیله دمخالفینو له ننګونو سره مخ وو، ځینې دقومي تعصب له مخې ورسره مخالف وو اوځیني بیا دواک لپاره، دوخت په تېريدو سره، چې ټاکنې رانیژدې شوي. خپل دټیم غړي اواستراتیژیک ملګري يي ملګرتیا پرېښوده اوبیلابېلو ډولونو سره د ولسمشر غني حکومت ګواښه، ځینې دعطاء محمد نورډلې سره، چې ددولت سترمخالف ګڼل کېده یوځای شول، ځينې بیا نورو ډلو سره ،داچې دټاکنې مسؤله رامنځ ته شوه هغه مهال وو چې دولسمشر غني د دوستۍ په لباس کې هغه سیاسي دښمنان راڅرګند شو، چې یو وخت په هکله يي باور هم نه کېده، حنیف اتمر چې د ولسمشر یوستراتیژیک ملګری وو اوتل یې دهغه له دریځونوسره موافق وو دنوماندۍ اعلان یې وکړ اوخپل ټیم یې جوړ کړ، چې ورسره نورو ټاکنیز ټیمونه هم خپل غړي اعلان کړل.

دا چې ټاکنې نژدي دي، ټاکنیز ټیمونه وېره لري، چې یوځل بیا ولسمشرغني ددوهمې دورې لپاره وټاکل سي، دوي له دې ویرې او د ولسمشر ننګونې لپاره خپل پخواني دښمنانو سره چې یو وخت سنګر په سنګر ورسره دجګړې په حال کې وو لاس ورکوي اوناستې جوړوي، چې ستره بېلګه یې پاکستان ته ددوی ګډ سفرده.

پاکستان چې دافغانستان اوافغانانو ستر دښمن ګڼل کیږي چې کله هم دافغانستان اوافغانانو خیر نه غواړي په دې خبره لس کلن افغان ماشوم هم پوهیږي، چې پاکستان دافغانستان دښمن دی نودې سره بیا داخبره څرګندیږي چې دافغان سیاسي مخالفین پاکستان ته په سفرسره شوم پلان لري، چې افغانانوته به خیرنه وي په دې ناسته کې به هيڅ داسې پریکړه ونه سي، چې دهیواد په ګټه وې پاکستان تل خپل دداسې مهرو نه په ګټې اخیستنې سره خپل شوم پلانونو ته رسیدلای. داسفر داسې مهال ترسره کیږي، چې ټاکنوته تر دري میاشتې کمه موده پاتې ده اوددولت دسیاسي مخالفینوهم لاره ورکه ده چې څه وکړي، دوی د پاکستان له ستیج نه د ولسمشرغني ټیم ته اخطاریه ورکوي، چې ګواکې دوی به دننګونو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه اخلي، دوی د پاکستان په ناسته کې پرهغه موضوعاتو بحثونه کړي چې په یوه کې هم دهیواد د زیان پرته ګټه نسته.

دوی ډيورند کرښې د مشروعیت ورکولو سره مرسته کړې، چې دکلونو راهیسې یوافغان چارواکي دا جرئت نه درلود، چې په دې هکله پاکستانیانو سره خبرې وکړي. هغوی دا موضوع د عام افغانانو پورې اړوند یاداوه، خو نن دامخالف مشران په بې شرمانه ډول په دې هکله بحثونه کوي اوآن داچې ددې کرښې درسمیت پیژندلو سره مرسته کوي ، پاکستان تل په افغانستان کې سوله له بیلابېل موضوعاتو پورې تړي کله دکشمیر دآزادۍ ، کله ډیورند اوکله بیا په افغانستان کې دهند د نفوذ سره، خو داخبره جوته ده، چې پاکستان کله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي، ځکه پاکستانیان په دې اند دي، چې دیو سوکاله افغانستان سره دپاکستان بربادي تړلې ده له بلې لوري د پاکستان حکومت کله هم د هند او افغانستان دوستانه اړيکې نشي زغملای. هند چې دافغانستان یوستراتیژیک ملګری دی اوهمداراز یوله سترو مرسته کوونکو هیوادونو په نوم لړ کې ځانګړی ځای لري اوتل یې په افغانستان کې دپرمختیایي اوبنسټیزې پروژې تمویل کړي، چې دا د پاکستان لپاره د زغملو نه ده اوتل یې نیوکې هم دا دي، چې هند په افغانستان کې دپاکستان پرضد استخباراتي هڅې اوفعالیتونه کوي خوداخبره د هندي چارواکو له خوا رد شوې، ځینې افغان سیاسي مشران پاکستان ته په سفرسره داثابته کړه، چې دوی د افغانستان او افغانانو ترګټې اوملي اقتدار دپاکستان موخو اوګټو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه دوی په دې سره دافغان حکومت اوافغانانو سپکاوی وکړ له دې ټولونه داپه واضح ډول سره څرګندیږي، چې ددې سفر یوازېنی موخه دولسمشر غني دحکومت ننګونه ده.