
د ژورنالېستي بحثونو کتاب مخکتنه د غبرګولې په ۳۰مه پنجشنبه مازدیګر د نوي فکر ټولنیز بنسټ لخوا ددغه بنسټ په دفتر کې ترسره شوه، چې ګڼو لیکوالو او فرهنګیانو په کې ګډون کړی وو.
د ژورنالېستي بحثونو کتاب ځوان لیکوال او ژورنالېست عبدالرقیب سایل لیکلی، چې د سروش کتابپلورنځي په تکنیکي مرسته چاپ شوی دی.
په دغه غونډه کې د نوي فکر مشر استاد حبیب الرحمن د ښاغلي ستایل دا اثر وستایه او ویې ویل، چې دغه علمي تحقیقات باید لا پسې زیات شي او نوموړي سایل ته یې د نورو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
لیکوال عبدالرقیب سایل بیا د کتاب په ولې لیکولو بحث وکړ.
هغه وویل، چې په پوهنتونونو کې محصلان د ژورنالېزم په برخه کې د منوګرافونو لیکلو پر مهال د سوژو په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ وي او نشي کولای شي، چې ځانګړو مسایلو باندې علمي څېړنې وکړي.
د سایل په خبره، دغه کتاب یې د همدې لپاره لیکلی چې محصلانو ته د ژورنالېستیکو مسایلو په اساسي ډول پوهیدلو لپاره یوه لارښود وګڼل شي.
په غونډه کې د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د ژورنالېستي بحثونو پر کتاب خبرې وکړې.
هغه وویل:
په دې کتاب کې د لیکوال جراات د ستایلو دی. په وینا یې په دې کتاب کې واقعاً ټول هاغه رښتیني ټکي راغلي چې د خبريالي په برخه کې ډير دقیق او مهم دي.
ښاغلي کړوخېل وویل، چې له دې کتاب معلومیږي، چې سایل یوازینی محصل دی، چې د ژورنالېزم پر واقعي مفهوم پوه دی.
بل خوا، د نوي فکر فرهنګي کمېټې مسوول سلطان احمدزي او عدنان ساحل د مبارکۍ سربیره د کتاب پر لوستلو خپل نظریات له ګډون والو سره شریک کړل.
همدارنګه تکړه شاعر محمدالله تبسم هم د کتاب لیکوالو پر تواناني لنډ بحث وکړ.
د غونډې په وروستیو کې ښاغلي سایل ته د نوي فکر او خاکجبار ځوانانو ټولنې له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول.