
دا چې پاکستان به په بدل شي او که نا؟ دا له پاکستاني مقاماتو پورې اړه لري چې دوی خپل اوسنی وضعیت څومره درک کولی شي او د خپلو خلکو په اوسني وضعیت څومره ترحم کوي او د دوی په خاطر له افغانستان سره د اوسنیو ستونزو د حل په موخه څومره مثبت بدلون راوړي؟ د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې دوی د رښتیاني بدلون تکل لري، ځکه پاکستان له اقتصادي او سیاسي پلوه په ښه وضعیت کې قرار نه لري او د دې لپاره غواړي چې له افغانستان سره خپله پالیسي کې بدلون راولي.
داسې هم ویل کېږي چې د افغان دولت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د فعالې ډيپلوماسۍ له برکته پاکستان هم څنډې ته شوی او هم له اقتصادي فشارونو او ستونزو سره مخ دی، نو د دې هر څه د دفعه کولو لپاره غواړي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې له سره ورغاوي.
د هیوادوالو هیله او توقع داده چې ولسمشر غني باید په خپل دریځ ثابت پاتې شي او د تېر په څېر د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې په دې شرط له پاکستاني مقاماتو سره هوکړې وکړي چې، پاکستانیان به خپلې کړې ژمنې عملي کوي، د وسله والو ډلو او تروریستي ګروپونو له تمویل به لاس اخلي. پاکستان به د افغانستان پر وړاندې خپل د دښمنۍ او نااعلان شوې جګړې په عمل کې پر دوستۍ، متقابل درناوي او همکارۍ بدلوي.
پاکستان سره دې د ترهګرۍ او پر افغانستان د راکټي بریدونو او د ډیورنډ کرښې صفري نقطو کې د پاکستانیانو د تصرف ستونزو په حل کې باید له قاطعیت او وضاحت څخه کار واخیستل شي. پاکستان باید دېته واداره شي چې یوازې په خوله نه، بلکې په عمل کې د افغانستان خپلواکي، ملي اقتدار او حاکمیت، ښه ګاونډیتوب او دولت په دولت اړیکو ته درناوی ولري.
د کډوالو د راستنېدو لپاره دې د دواړو هیوادونو په همغږۍ او همکارۍ داسې هوکړه وشي، چې نه کډوال وځورول شي، نه د جګړې د ابزارو په توګه کارولو ته اړ اېستل شي، نه د دوی شتمنۍ او جایدادونه د غصب او په زور اخیستلو له خطر سره مخ شي، نه کډوال پر افغان حکومت د فشار په توګه وکارول شي او نه هم په زور افغانان یو ځلي اېستلو او شړلو ته مجبور کړي، بلکې د یو منظم پروګرام او مهالوېش له مخې چې افغان دولت یې د جذب ظرفیت او پاللو ټول امکانات ولري، هیواد ته راستانه کړي.
باور دی چې ولسمشر غني به پاکستان سره د تېرو دیارلسو کالو په څېر د تشو ژمنو په سر د وخت ضایع کولو پرځای له هغوی څخه د عملي کړنو او اقداماتو غوښتنه وکړي او که پاکستان په دې برخه کې صادقانه عمل نه کاوه، نو اړیکې دې ورسره همداسې تر هغو وځنډوي چې پاکستان نور هم بحرانونو ته ور داخل شي او له هغو څخه د وتلو لپاره د افغان ولسمشر ننواتې وکړي. ځکه چې پاکستان د اوسني وضعیت د زغم تاب نه لري. دوی د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د انرژۍ له قلت سره هم مخ دي.