د ډاکټر غني تمه، د ملا غني هڅې

کله، کله مو مشران له حده زیاته خوشبیني ښيي. ښه مثال یې له بند څخه د ملا عبدالغني برادر خوشې کېدل دي.

پخواني لسمشر حامد کرزي هم ډېر کوښښ وکړ، چې برادر د پاکستان له زندانه راخوشې کړي، خو په دې کار کې بریالی نشو.

ښايي هغه غوښتل په دې کار سره کرېډت واخلي یا د طالبانو پام ور واړوي او یا یې غوښتل،چې د سولې لپاره هڅې یې رنګ راوړي یا ښایي دا فکر یې کاوه، چې ملا برادر به له خپل نفوذه کار واخلي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته را مات کړي.

د سولې عالي شورا هم کلونه وړاندې د پاکستان له بنده د اغېزناکو طالبانو د خوشې کېدو هیله درلوده،خو پاکستان ښايي د کوم ځانګړي دلیل امله دې ته چمتو نشو، چې ملا عبدالغني برادر له بنده خوشې کړي. په هر ترتیب؛ دا چاره هغه وخت عملي نشوه او د کرزي خوب په حقیقت بدل نشو.
اوسني حکومت که ظاهراً یوازې دومره ویلې،چې د ملا برادر خوشي کېدل یو کوچنی ګام دی،خو ممکن د دې پخواني طالب چارواکي رول ته هیله من واوسي.

د سولې شورا هم له ملا برادر څخه ډېره تمه لرله؛ د تېر کال په کب میاشت کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر دوادزي ویلې و "ملا عبدالغني برادر داسې کس دی، چې فکري خپلواکي یې لوړه ده، اوس چې قطر ته تللی دی او د خبرو اترو مشري په غاړه لري؛ هیله ده،چې له همدغې فکري خپلواکۍ څخه کار واخلي او ژر تصمیم ونیسي،چې سولې ته ورسېږو."

خو د سولې دغې معجزې هم، د تمې خلاف هغه څه وویل، چې وسله والو طالبانو په دې اتلسو کلونو کې ټینګار پرې کاوه او هغه دا و، چې اشغال باید پای ته ورسېږي.

هر چا غوښتل، چې د ملا غني د خوشې کېدو کرېډت ځان ته واخلي؛ زلمي خلیلزاد بیا ادعا وکړه، چې ملا برادر د ده په غوښتنه خوشې شوی دی.

خو ډاکټر غني اوس هم د لا ډېرو کارونو د ترسره کېدو هیله لري او ښايي له ښاغلي برادر څخه خاصه تمه و نه لري؛ د دې یو دلیل ممکن دا وي،چې د چارو شنونکي په دې باور او وايي ملا برادر د پاکستان لخوا "برېن واش" شوی او اوس د پاکستان له ګټو پرته بل څه ورته مهم ندي او د ملا غني له هڅو هم داسې څه نه تر سترګو کېږي، چې ډاکټر غني دې ورته خوشبینه اوسي او حساب پرې وکړي.

تاسې ولیدل،چې دوی چین ته سفر وکړ او د سفر موخه یې هم د افغانستان ګاونډیانو ته د خپلو موخو په اړه معلومات ورکول وښودل.

خو په کار ده، چې دواړه غني سره پخلا شي او ولس دې نور له دې ورهاخوا نه ځوروي او نه کړوي، ځکه چې د ولس حوصله هم نوره ختمه ده او د دوی د ناز وړلو توان نه لري.