د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني هڅې

جمهوررئیس غني د افغان سولې په برخه کې دا ځل په سیمه ییزه اجماع ټینګار لري، ځکه په دې وروستیو کې ولیدل شول چې چین، ایران، پاکستان، امارات، روسیه او نور هیوادونه غواړي چې له وسله والو طالبانو سره انفرادي اړیکې ولري، مګر دغه ډول اړیکې د ګټې پرځای تاوان پېښوي او د سولې پرځای د جنګ د شدت لامل کېږي، ځکه د ځینو هیوادونو په نیت او اراده شک موجود دی او داسې فکر کېږي چې دوی به وسله وال طالبان هیڅ وخت هم سولې ته ونه هڅوي، بلکې دوی ته به داسې برنامې ورکړي چې د جنګ شدت ته ادامه ورکړي، موږ عملاً وینو چې روسیه او ایران له وسله والو طالبانو سره په همداسې اجنډاوو فرق کوي، ځکه له یوې خوا دا دواړه هیوادونه د امریکا متحدو ایالتونو سرسخته رقیبان دي او دوی غواړي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر مټ له امریکایانو خپل غچ واخلي.

دویمه خبره داده چې ایرانیان له یوې خوا له نړیوالو بندیزونو او د امریکا له سختو فشارونو سره مخ دي، حتی د دې اټکل او وېره موجوده ده چې پر ایران وسله وال برید وکړي، نو په همدې خاطر ایرانیان هڅه کوي چې امریکایان په افغانستان کې بوخت وساتي او دا فرصت په اسانۍ ترلاسه نه کړي چې پر ایران نظامي یرغل وکړي. همدارنګه ایرانیان هڅه کوي چې په افغانستان کې د جنګ له ادامې څخه په استفادې د افغانستان له اوبو او نورو طبیعي منابعو او فرصتونو څخه په غیر قانوني توګه استفاده وکړي.

د ګاونډیو او سیمو هیوادونو دغو انفرادي کتنو او هغه ملاقاتونو ته په کتو چې په تېرو څو میاشتو کې یې ترسره کړل، مګر هیڅ ډول محسوس پایله یې نه لرله، ولسمشر غني غواړي چې له یوې خوا د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې بندې کړي، له بل لوري د سولې برابر شوي فرصت څخه په اعظمي استفادې هیواد ته تلپاتې او باعزته سوله راولي او جنګ ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي او همدارنګه د سیمه ییزې اجماع جوړولو له لارې د سیمې همکارۍ او امکانات منسجم او همغږي کړي.

قرغیزستان او برتانیې ته ولسمشر غني په خپلو وروستیو رسمي سفرونو کې د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع پر جوړولو ټینګار کړی او هغوی یې دېته هڅولي دي چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ له افغانستان څخه درېغ نه کړي او په مقابل کې د یادو هیوادونو لوړپوړو مقاماتو د ولسمشر غني دا ګام ستایلی او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

مګر بل لورته زلمی خلیلزاد د ولسمشر غني د فکر، لیدلوري او هڅو برخلاف د دې هڅه کوي چې د سولې متمرکزې هڅې سره وپاشي او په دې خاطر د بېلابېلو سیاسیونو او غیرمطرح شخصیتونو کورونو ته ورځي، له هغوی سره د سولې په پلمه خبرې کوي، مګر واقعیت دادی چې ښاغلی خلیلزاد غواړي په دې ډول د افغانستان دولت کم ارزښته وښیي او د سولې هغه هڅې چې ولسمشر غني یې په تېر یو کال کې د توحیدولو هڅې کړې وې له خنډ او ستونزو سره مخه کړي.