روهي (درې نۍ/۲۸ د غبرګولي)، د انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن ورځ افغان لوبډلې ته ۳۹۸ منډې هدف ورکړ. انګلنډ وکولی شول چې په خپلو پنځوس اورونو کې په ۶ وېکټو ۳۹۷ منډې وکړې، چې د افغانستان لپاره یې ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.
د انګلستان او افغانستان ترمنځ نننۍ لوبې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی دی. د نړيوال جام په ترڅ کې افغانستان له وړاندې څلور لوبې بايللې دي او دا يې پنځه لوبه ده. افغان لوبغاړي وي چې د ولسمشر غني شتون به د دوی مرال لوړ کړي.
په افغان لوبډله کې نن درې بدلونونو راغلي او د حضرت الله ځاځي، افتا عالم او حمید حسن پر ځای نجیب ځدراڼ، مجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ لوبدله کې اخیستل شو ي دي.
د نننۍ لوبې لومړۍ توپ وهنه انګلنډ غوره کړه، چې په دې سره يې افغانستان ۳۹۸ منډې هدف ورکړ. له دې وروسته به افغان لوبډله بټينګ وکړي او مالومه به شي چې دوی به دغه هدف تر لاسه کړي او کنه؟
وروستي