د تکواندو ملي ټیم د هند په (جي ۱ ) نړیوالو لوبو کې د سروزرو مډالونه وګټل   

روهي( درې نۍ/۲۸ د غبر ګولي )، د افغانستان د تکواندو ملي ټیم د هند په «جي ۱» نړیوالو لوبو کې اتله شوه.
 

افغان لوبډلې په دې لوبو کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په مټ د سرو زرو اته، د نقرې شپږ او د برنزو څلور مډالونه ګټلي دي.
 
د هندوستان د «جي ۱» تکواندو لوبو ته د افغانستان، زېمبابوې، بوتان، هندوستان، استرالیا، نیپال، قزاقستان، عمان، عربستان، قطر، جاپان، کرواسیا، سوریې او بنګله‌دېش شااوخوا دوه نیم زره تکواندو کوونکي ورغلي وو.

د طلا مډال ګټونکو لوبغاړو ته ۱۰ امتیازه او د نقرې مډال ګټونکو ته شپږ امتیازه ورکړل شوي چې نړیوالو اتلولیو او المپیکي لوبو ته د ورتلو په برخه کې به ترې کار واخلي.