سلامونه احترامات ولسمشره! ولسمشره د بی وسئ غږ مې واوره!

تورن بیت الله توتاخېل هغه کس چې ستا په امر د کابل ولایت د سفارتخانو قطعې د لومړي ټولي قمندان ټاکل شوی وه. د دوه کلنې بریالۍ دندې ترسره کولو څخه وروسته میاشت وړاندې د کابل امنیې قومندانۍ لخوا ورته د پاکستان سفارت سپارل کېږي. تر څو د نورو سفارتونو پشان د پاکستان سفارت څخه د کمیشنکارانو لمن ټوله او ولس ته د ویزو اخیستلو په چارو کې اسانتیا راولي. له څو ورځو بریالۍ دندې سرته رسولو څخه وروسته بله ورځ د جنرال جرأت کسان سفارت ته د کمیشنکاری لپاره ورځي، او غواړي چې د پیسو په مقابل کې خلکو ته ویزې واخلي او خپله کمیشنکاري ترسره کړي، خو د سفارت امنیې قمندان تورن بیت الله توتاخېل لخوا یې ددې کړنې مخنیوی کېږي او بلاخیره د جرات کسان له قمندان او پولیسو سره په وسلوال برخورد لاس پورې کوي. که څه هم د قمندان بیت الله توتاخېل لخوا قمندانۍ ته راپور هم ورکول کېږي خو قمندان د امنیې، قمندان د قطعې او نور لوړپوړي چارواکي چوپ پاتې کېږي او هیڅ ډول عکس العمل نه ښيي.
 
موضوع یوه ورځ خاموشه کېږي، خو بله ورځ د جرات کسانو لخوا بیا د سفارت پولیسو سره لدې امله وسلوال برخورد کېږي چې پولیس ددوی د کمیشنکارئ مخه نیسي. دا ځلی بیا هم لوړپوړي چارواکي چوپ پاتې کېږي. له دویم ځلي وسلوال برخورد څخه وروسته په سبا ورځ د جنرال جرات په فرمایش د امنیت ملي کارمندانو لخوا تورن بیت الله توتاخېل په دې بهانه نادرکه کېږي چې ده د جرئت کمیشنکارئ لمن له سفارته ورټوله کړې ده. د یوې اونئ له نادرکه کیدو څخه وروسته مونږ د معلوماتو لپاره قمندان د قطعی او قمندان د کنډک خواته ورغلو تر څو د تورن بیت الله توتاخېل احوال واخلو، خو قمندان د قطعې او قمندان د کنډک په یوه او بله بهانه مونږ تیر باسي او حقیقت له مونږ پټوي. خو زمونږ د معلوماتو له مخې تورن بیت الله توتاخېل د جنرال جرات په لارښونه لومړی په د امنیت ملي په (705) او ببا له هغه څخه د امنیت ملي په (40) ریاست کې بندي کېږي چې تر اوسه هم په همدې ریاست کې د بند شپې او ورځې تیروي.

خو ولسمشره! له تا عوښتنه کوم د ځوانانو ملاتړ وکړه. هغه ځوان چې تا په خپل قلم د فساد سره د مبارزې لپاره مقرر کړی وه نن د یوې مافیا ډلې سره د مبارزې له امله بندي شوی ده. خو مونږ غږ تر تا دررسوو تر څو ته مو غږ واوره.

ولسمشره! ته د هغه چا ملاتړ وکړه کوم چا چې په خپله دوه کلنه دوره کې د سفارتخانو په چارو کې ولس ته ډیر اصلاحات راوستلی دي او په سپیڅلی ارادې سره مخته هم روان وه!
د توتاخېلو د قوم مشران او ځوانان غواړي چې یاده موضوع مخامخ له تا سره شریکه کړي خو د وخت اخیستلو په انتظار دي! ولسمشره وخت راکړه چې موضوع مخامخ درسره شریکه کړو!