د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په لړ کې نن ورځ بنګلدېش د وېسټ ينډیز پر وړاندې لوبېږي

روهي( دوه نۍ/۲۷ د غبر ګولي )، د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام په لړ کې نن ورځ بنګلدېش هېواد د وېسټ ينډیز سره میدان ته کوزېږي.
 

تردې دمه بنګلدېش هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ۴ لوبې کړې دي چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې او څلورمه لوبه یې د باران له کبله مساوي اعلان شوې ده. یاد هېواد د خپل ځان سره ۳ نومرې لري او اتم ځای کې قرار لري.
 
 
بله خوا د وېسټ ینډیز ملي لوبډلې هم تردې دمه ۴ لوبې کړې دي چې دوه یې بایللي یوه یې ګټلې او یوه یې د باران له کبله مساوي اعلان شوې ده. وېسټ ینډیز ملي لوبډله هم د خپل ځان سره ۳ نومرې لري او ۶ نمبر کې ځای لري.
 
دا به نن مالومه شي چې ننۍ لوبه څوک ګټي؟