
زوی د ناروغې مور په خوله کې د مڼې سپينه کړې ټوټه ورکړه او بیا یې د مور سر راټيټ کړ، پر تندي یې ښکل کړه.
په کوټه کې ناست ماشوم پلار ته په ځیر وکتل:
ـ بابا! ولې دې انا ښکل کړه؟
پلار یې ورته وویل:
ـ راباندې ګرانه ده زویه! ځکه چې مور مې ده.
ماشوم خپلې مور ته چې د جامو په اوتو کولو لګیا وه، خواږه وروکتل:
بیا یې په شرمندوکې خو په شوخه لهجه وویل:
ـ زما مور هم درباندې ګرانه ده؟؟
پلار او مور یې یو بل ته په سترګو کې موسکي شول، بیا یې زوی غېږې ته راټینګ کړ، له غمبورې یې ګرمه مچه واخیسته:
ـ هو زویه! هغه ځکه راباندې ګرانه ده، چې ستا مور ده....
زړې ښځې په رنځور غږ وویل:
ـ جنت د مور د پښو لاندې دی!