پاکستانۍ لوبډلې د عمران خان مشوره بې ارزښته وبلله

روهي( دوه نۍ/۲۷ د غبر ګولي )، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته مشوره ورکړې وه. که چېرې پچه ( ټاس ) وګټی نو لومړی بیټنګ وکړئ خو د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر د ټاس ګټلو سره بیا هم د بال کولو فیصله کړې وه او د عمران خان مشورې ته یې کوم ارزښت نه و ورکړی.
 

عمران خان دا غوښتنه د خپلې لوبډلې څخه ۲ نیم ساعته مخکې په یو ټويټ کې کړې وه. عمران خان د دې ترڅنګ ځینې نورې سپارښتنې هم خپلې لوبډلې ته کړې وې: میدان ته د ګټې په نیت لاړ شئ، ښه بالران ولوبوئ ځکه کمزوري لوبغاړي ښه لوبه نه شي کولی او نن ورځ په فکر سره لوبه وکړئ.
 
عمران خان خپلې لوبډلې ته دا مشوره هم ورکړې چې د ماتې خوړو ويره د ذهن نه اوباسي او مثبت پام ته اړتيا لري.
 

نوموړي لوبډلې ته ځينې نورې سپارښتنې هم کړي وې.
 

خو د پاکستان او هند ترمنځ د تېرو نړيوالو سياليو تاريخ ته که وکتل شي په تېرو وختونو کې دواړه لوبډلې شپږ ځله يو بل ته مخامخ شوي خو تل پاکستان ماتې خوړلې ده.
 

دې هر څه سره بیا هم پاکستان په ۸۹ منډو سره خپله لوبه هندوستان هېواد ته وبایلله.