فوتسال سیالیو کې افغانستان هانکانګ ته د ۱-۶ په توپیر ماتې ورکړه

روهی( یوه نۍ/۲۶ د افغانستان د فوتسال لوبډلې د اسیا د شل کلونو څخه د کم عمر فوتسال اتلولۍ سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانکانګ څخه د ۱-۶ په توپیر لوبه وګټله.
 

د آسیا د شل کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمنځ د اتلولۍ سیالۍ د شنبې په ورځ د ( جون ۱۵) په ایران کې پیل شوې دي.
 

ټاکل شوې افغانستان خپله دویمه لوبه نن یوه نۍ له کوربه هېواد ایران سره ترسره کړي.
 
د اسیا د فوتسال سیالیو کې د آسیا ۱۲ پیاوړي هیوادونه برخه اخلي چې افغانستان تیر کال دغو سیالیو ته لار پیدا کړه.