روهي( یوه نۍ/۲۶ د غبر ګولي )، د نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله څلورمه لوبه د سویلي افریقا پروړاندې ترسره کړه چی په پایله کې سویلي افریقا د افغانستان څخه لوبه د نهو ویکټو په توپیر وګټله.
ددې لوبې پچه سویلي افریقا وګټله د توپوهنې بلنه یی افغانستان ته ورکړه. افغانستان په ۳۴،۱ اورونو کې د ټولو لس لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، په توپوهنه کې راشد خان ۳۵، نورعلي ۳۲ او حضرت الله ځاځي ۲۲ منډې جوړې کړې.
د سویلي افریقا له لوري په توپ اچونه کې عمران طاهر ۴، موریس ۳ او فیلوکوایو ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
سیالې لوبډلې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف په ۲۸،۴ اورونو کې پوره کړ، چی پکې ډیکاک ۶۸ او هاشم املا ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره لوبډلمشر ګلبدین نایب یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د ویلو ده، چی نننۍ لوبه د باران ورښت له کبله له پنځوس اورونو څخه ۴۸ اورونو ته راښکته شوه.
ټاکل شوې افغانستان د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله پنځمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۸ مه نېټه د کوربه هېواد انګلستان پروړاندې ترسره کړي.
وروستي