
افغانستان دانټرنټ نښلېدو سره فیسبوکي اوکاونټونه هم جوړشوهغه مهال دفیسبوک کاروونکي دګوتو په شمار کسان وو، هغه هم یاخو ادارې کارکوونکي وو اویاهم خبریالان چې په دفترونو کې دنوري فایبرله انټرنټ نه چې دادارې له خوا ورته دا آسانتیا برابره شوې وو ګټه اخیستل ، خو وروسته وروسته دفیسبوک پاڼې جذابیت خورا ډېر شو داهغه مها ل وو چې دانټرنټ داستفادې وړ مبایلونه افغانستان ته وارد سو چې ورسره ځوانان په اسانۍ سره دې استانتیا ته لاسرسی پیداکړ، ځوانان اکثره دفیسبوک داکاونټونو خاوندان شو، چې یو وخت یې ورته داهیله ناشوني برېښیده داچې له اصلي موضوع نه ليرې لاړنشو باید ووایم، چې نن سبا په افغانستان کې ډېری لوست اونالوست ځوانان، انټرنټ اوفیسبوک ته لاسرسی لري، چې په ټولنه کې خورا ستونزې یې هم راپارولي دي. فیسبوک اودانټرنټ ګټه اخیستنه په ټول نړۍ کې دود ده چې نن سبا دهغه پرته د ژوندانه ورځني چارې ترسره کېدل ستونزمن برېښي، که له یوې خوا انټرنټ دژوندانه په چاروکې دآسانتیا وسیله ده، خو له بلې لوري دهغه نه ناوړه ګټه اخیستنه ټولنېز ناخوالي هم له ځانه سره لري دانټرنټ نه ګټه اخیستنه په څو ډوله ویشلی شو. ۱) کارلپاره ۲) د دوستانو داحوال اخیستلو لپاره ۳) د مطالعې اومعلوماتو لپاره دایي دارزښت وړ بیلګې وي، خوله دې پرته نن سبا انټرنټ اوپه ځانګړي ډول ټولنیزې رسنۍ نه دسیاسي موخو لپاره کاروول کيږي په سیاسي برخه کې دوه ډوله اکاونټونو نه ګټه اخیستنه کیږي لومړی ثابت(اصلي) اوکاونټونه دوهم مجهول الهویت(جعلی اکاونټونه) نن سبا جعلي فیسبوک پاڼې خورا دډېریدو په حال کې دي، چې همدا اوکاونټونه په ټولنه کې دناخوالو درامنځ ته کیدو لامل ګرځیدلي له جعلي اوکاونټونو نه دري ډوله ګټه اخیستنه کیږي ۱ خپلو مخالفینو پوسټونو ته کنځلي دانسانیت له دایرې نه هاخوا درومي اوهرڅه یی چې زړه غواړي په کمنټ کې لیکي ۲ شخصي مزاحمتونه ځینې بانفوذه خلکوته دهمدې جعلي پاڼو له لاري مزاحمتونه کیږي البته داستونزې سره ددې پاڼې اکثرا ښخينه کاروونکي مخ دي ۳ اوهمداراز داجعلي اکاونټونه دیوشخص لپاره دهغه په ګټه یا د هغه د مخالفت لپاره پوسټونه کیږي.
په دې کې یوجالبه موضوع داده چې ځینې سیاسي څیرې شاید په سل هاووجعلي اکاونټونه ولري؛ کله چې داکس پوسټ کوي په اټوماټیکه بڼه جعلي اکاونټونه فعاله کیږي پلویان یې ورته دهغه په توصیف کې چې هرڅه زړه وغواړي لیکي مخالفین یې بیا په کمنټونو کې کنځلي کوي، چې په همدې سره دواړه لوري په ځوابیه کمنیټونو کې دسختو غبرګونونو سره مخ کیږي آن تردې چې دیو اوبل مور اوخور ښکنځي. تاسو هغه مهال پوهیږئ، چې داجعلی اکاونټ دی، کله چې پروفایل یې خلاصوې له یوې نااشنا تصویر پرته بل هیڅ راز معلومات نشې موندی، دا اشخاصو ته جعلي اکاونټونه ورته ځکه ګټوره ده، چې هلته هیڅ څوک نشي کولای چې هغوی پیداکړي که شخص له خپل اصلي پاڼې نه څوک ښکنځي هلته یې تصویرسربیره بشپړ معلومات پروت دی، چې شخص له کوم ولایت کوم ولسوالۍ او کومېادارې پورې تړاو لري، چې ورته ستونزې پیداکیدای سي. له سیاسي موخو هاخوا قومي تعصباتو ته لمن وهل هم اکثر جعلي فیسبوک اکاونټونوکاروونکي له خوا ترسره کیږي، ددې بیلګې دسیاسي رهبرانو دپوسټونو کمینټونو کې پیداکولای سې.
د بیلګي په ډول شیرخراسان، شیرپنجشیر، خراسان زمین اوسل هاوو نور. داکمنټونه که څه هم مخالف یاموافق وي، خو د سیاسي مشرانو په ګټه بلل کیږي، ځکه مشران اوسیاسي پوسټ کوونکي مخالف اوموافق نظر ته پام نه کوي، هغوی اومخالفین یي دکمینټونو دشمېر حساب کوي اوځیني بیا له همدې کمینټونو له لارې کریدټ اخلي، جعلي اوکاونټونو درلودونکي اشخاص په دوه ډوله ویشلای شو۱ دسیاسي موخولپاره ۲ دانجونو اوښخينه کاروونکو دمزاحمت لپاره.
په پرمختللی هیوادونو کې جعلي اکاونټونه دومره رایج نه دي، ځکه هلته دجي پی ایس په وسیله هروخت ګیرولای شي خوپه افغانستان کې تردې دمه دې ستونزې ته دولت پام دی کړی. له همدې امله ورځ تربلې ټولنیزې ناخوالي رامنځ ته کیږي اوپه ځینو مواردو کې آن تردې چې په کورنیو کې د تاوتریخوالي لامل هم ګرځي.
ددې مطلب لوستونکو ته غواړم دیوموضوع یادونه وکړم هغه داچې که تاسود سیاسي کسانو پوسټونو ته مخالف نظرهم ورکړی ستاسو کمنټ هغوی ته ګټه رسوي، ځکه دوی ته مخالف یاموافق نظر اوکمنټ مهم نه دی، بلکه شمېر یې ورته دارزښت وړ ده.