روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)، د هېواد د کرېکټ بورد مشر عزيز الله فضلي په دغه بورډ د نوې ټاکنو او يو شمېر بدلونونو ويلي دي.
د بي بي سي د خبر له مخې د حکمت خلیل کرزي، اکلیل حکیمې، سیدمنصور سادات نادري او احمد شاه سنګدل پرځای ګلالۍ نور ساپۍ، ضیاالحق امرخېل، احمد جواد پیکار او د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ د نوي غړيو په توګه ټاکل شوي دي.
خبر دا هم ويل شوي دي، چې د الف لوبډلی بهرنی روزونکی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مولز به د غوراوي کمېټې مشر وي. له ده سره یو ځای پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ هم د غوراوي د کومیټې مشر ټاکل شوی.
وروستي