
له تعریف څخه یې راخلم سیاست: خپلو موخو ته رسېدل له مستقیم او غیر مستقیې لارې رسېدل سیاست دی نو؛ ځکه یې یوه لومه هم بللی شو. په اوسني دور کې د سیاست له کلمې وګړي بده وړي ځکه د ډېرو ناببرو پېښو قرباني شوي او لا هم دا کړنه روانه ده چې په خاصه توګه د افغانستان ... داسې نور هغو هېوادونو خلک پکې قرباني کیږي چې د پوهې کچه یې کمه یا هم ساده وي.
د یو هېواد ناورین او پرمختګ داوړه په سیاست پورې تړلي سیاسیون هغه څوک دي چې په ستر غور او وړو خبرو د یو هېواد حالت ته بدلون ورکوي. یو حقیقت یې باید په ډاډه ووایم چې ډېری سیاسیون مو د وړې او شخصي ګټو پخاطر سترې لاس ته راوړنې له لاسه ورکړي دي چې دا راتلونکې لپاره یو سر دردی دی.
په لنډو ټکیو کې یې وایم تر هغه چې د یو کس یا رهبر په دریځ او یا ایډیا نه وۍ پوه، ناسته ولاړه ورسره مه کوئ ځکه د سیاسیون ځانګړنه همدا ده چې دوی د یو خاص کرکټر درلودونکي دي چې د خلکو له کوچنۍ ناستې څخه ګټه پورته کولای شي.
هغه وګړي چې د یو رهبر په مفکوریي لومه کې ګیر شي وتل یې بیا د کلکې قربانۍ په بدل کې کیږي، زمونږ هېوادوال د ډېرو بوګنووکو پېښو شاهدان دي چې بدیل یې د مشراونو له لوري یواځې یوه (بښنه) غوښتل دي نور کوم انساني ارزښت یې نشته، او نه دې د درد پټۍ کېدای شي.
هغوی چې د سیاسي لوبې ښکار زده کوي په لاس کې یې لینده (غولکه) ده. مونږ ولس هغه مرغۍ بلل کیږو کومې چې د ښاخ په سر خپلې زمزمې کوو او په ژورو خیال پلوونو کې ډوب یو، د دوی سیاسي ملګري یا جاسوسان یې ګاټي (تیګې) راټولونکي دي.
دا چې د سیاست د لومې ښکاریان کوم ډول لوبه کوي پورته مې یادونه کړې ( ناورین ـ ژغورل).