ورزش په ځانګړې توګه کرکټ افغانستان کې هغه لوبه ده، چې وخت ناوخت يې د افغانانو په شونډو مسکا راوستې، سره له دې ، چې په دې وروستيو کې يې ډېر پرمختګونه کړي؛ د لوبغاړو او بورډ ترمنځ وخت ناوخت د ستونزو لکه؛ حقدار ته د حق نه ورکول، واسطه کول، په ټيم کې ډېر وخت لپاره د پخوانيو لوبغاړو لوبول ، چې يا يې د ځوانو لوبغاړو ځای نيولی وي او يا هم د لوبېدو او داسې نورو خبرونه هم اورېدل کېږي.
له نړيوال جام لږه موده وړاندې د لوبډل مشر اصغر افغان بدلولو موضوع هغه څه دي، چې په خواله رسنيو کې يې ډېرې نيوکې او ستاينې له ځانه سره درلودې. نيوکې له نيوکې له دې امله وې، چې اصغر افغان يو ښه مدير او په نړيواله کچه يو بريالی لوبډل مشر و، چې په داسې اساس وخت کې يې بدليدل سمه پرېکړه نه وه. د کرکټ بورډ د دې اقدام ستاينه ځکه کې ده ، چې په لوبډل مشر دا نيوکه وه ، چې ښه لوبه يې نه شوه تر سره کولای ، ډېری وخت يې خپل ورور کريم جنت ته ورکاوه او دا کار يې د نورو ځوانو او يا با تجربه لوبغاړو په حق کې زياتی باله. کرکټ بورډ بيا ويل، چې د اصغر افغان کړنې له ډېرې مودې راهيسې د دوی تر نظارت لاندې او بورډ دا وموندله، چې افغان ځوانو لوبغاړو ته چانس نه ور کاوه او په ميدان کې يې د لوبغاړو په سليکشن کې ځينې نيمګرتياوې در لودې؛ نو ځکه يې هغه بدل او پر ځای يې د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدين نائب يې ځای ناستی شو، د لوبډل مشر په توګه د نائب ټاکنې هم په ټولنيزو رسنيو کې خورا زيات بېلابېل نظرونه، نيوکې او ستاينې رامنځته کړې، چې ځينو دا ټاکنه پر ځای او يو شمېر نورو بيا دا له نړيوال کپ وړاندې يو غلطه پرېکړه ګڼله آن د ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو محمد نبي عيس خېل او نړيوال ستوري راشد خان هم سمدستي په دې اړه خپله اندېښنه وښوده او پرېکړه يې پر ځای و نه ګڼله.
ګلبدين نائب خپله لوبډل مشري سکاټلنډ سره په لوبه کولو پيل کړه، چې يوه لوبه د باران له امله تر سره نه شوه او بله يې د (DL) مېتود له مخې په دوه منډو وګټله او همدا راز آرلنډ سره دوه ۵۰ اوريزو لوبو په لړ کې يوه افغانستان او بله هم کوربه آرلنډ وګټه، چې له هې وروسته يې د نړيوال کپ تمريني لوبې له ګاونډي پاکستان سره پيل کړې ،چې هغوی ته ماتې ورکول د افغانانو له خوبونو څخه و او دغه خوب يې د ګلبدين نائب په لوبډل مشرۍ کې په حقيقت بدل شو او له هغې وروسته په يوه تمريني لوبه کې انګلستان ته تر ماتې خوړو وروسته يې په نړيوال جام کې (اسټراليا، سريلانکا او وروستۍ هغه يې نوي زيلانډ) ته بايلوده. که څه هم پاکستان سره تمريني لوبه افغان لوبډلې وګټله خو پر مهال يې افغان ويکټ ساتونکی بټسمن شهزاد محمدي له یو څه لوبې وروسته له ميدانه په ټپي حال کې ووت او ،چې بيا يې انګلستان سره هم په لوبه کې ګډون و نه کړ.
اسټراليا او سريلانکا سره په لوبو کې د نه ځلېدا تر څنګ يې د زيات وزن در لودلو له امله په وېکټ ساتنه کې هم زياتې منډې سيالو لوبډلو ته ورکړې او په دې بهانه له نړيوال کپ لرې شو، چې زخمي (Injury) دی او پر ځای يې د نولس کلنې لوبډلې ويکټ ساتونکی اکرام علي خېل د ملي لوبډلې په ترکيب کې ور اضافه شو. اکرام علي خېل هم د نړيوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې ښه و نه ځلېده ؛ خو په وېکټ ساتنه کې تر شهزاد محمدي چوست او چالاک ښکارېده. په شهزاد محمدي ډېری نيوکې داوې، چې خپل وزن يا فټنس ته پام نه کوي او هغه وزن ، چې يوه لوبغاړي ته پکار دی نوموړی يې نه لري او همدا لامل و ،چې وخت ناوخت به ترې په وېکټ ساتنه کې غلطيانې کېدې.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې ايا د شهزاد فټنس د حل لار نه درلوده ، چې بايد له نړيوال جام وړاندې پرې کار شوی وای او دا ستونزه يې حل شوې وای؟ آيا کرکټ بورډ له هغه غوښتي ، چې په خپل فټنس کار وکړي؟ که يې ترې غوښتي او هغه خپله ستونزه نه ده حل کړې نو اوس سوال دا دی، چې ولې يې محمدي ته په نړيوال جام کې د لوبېدو اجازه ورکړه؟ چې بيا يې اجازه ورکړه ولې يې له نړيوال جام په داسې حساس وخت کې را بهر کړ؟ دا په داسې حال کې ده،چې شهزاد محمدي تېره ورځ (غبرګولي) په (۹۱) نېټه له انګلستان څخه کابل ته راغی او رسنيو سره يې په خبرو کې ويلي، چې هېڅ د خپل ځان په انجرۍ خبر نه دی او پر ځای يې اکرام علي خېل د ملي لوبډلې ترکيب ته ور اضافه شوی ، چې دی يې د ځان په حق کې بې انصافي او ظلم بولي او آن خبر داری ورکړی، چې ممکن د بورډ له دې پرېکړې وروسته بيا ملي لوبډلې ته رانشي. د کرکټ بورډ مشر عزيز الله فضلي د دې ترڅنګ ،چې د شهزاد کړنې ستايي په خپلو خبرو ټينګار کوي، چې هغه يې د زخمي کېدو له امله لرې کړی او په حق کې يې ظلم نه دی شوی. د شهزاد له لرې کېدو او د نائب له ګمارنې داسې ښکاري، چې عزیزا لله فضلي هم په خپلو پرېکړو کې له پوره دقت کار نه دی اخيستی که يې له دقت کار اخيستی وای اوس به مو لوبډله له دومره زياستو ستونزو سره مخ نه وه.
هغه ځکه ،چې شهزاد د فټنس ستونزه حل کولی شوای او اصغر افغان هم دې ته راضي کېدای شو،چې ځوانو لوبغاړو ته يې د زړو لوبغاړو په پرتله زياته وڼده ورکړې وای. هره ستونزه په خبرو او قناعت ورکولو حل کېږي نه په دې ،چې يو مسوول کس خبر نه وي او مسووليت ترې اخيستل شوی وي. دا چاره نه داچې ستونزه نه شي حل کولی بلکې د بې باورۍ ترڅنګ نورې ستونزې هم را منځته کولی شي ، چې اوس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او لوبغاړي ورسره مخ دي.
درنښت،
محبوب الهی ((محظوظ))
وروستي