د پختکې ځاله

د پختکې ځاله
لمر وړانګو ته د مخ دېوال په منځنۍ برخه کې د سوېل په لور پنځه – شپږ پل هسکې چې قدم په کې جوړ راته ، سور یې هومره چې پنځېدونکې جوړه په کې په تشریفاتي دود پرته له ځنډه په کې تللی شي، همدا ځانګړنې د ماڼۍ په عمومې دروازه کې هم ترسترګو ګیږي، ښي اړخ ته را هسک شوی دیوال چې ډېرې برخې ته کړکۍ ښکلا وربښلې ده، د رنګونو یوځای کېدو د دری پوړیزه تسلسل د ماښام له لورینو د شفق د نکریزو لمبه د له سترګو انځورونه اخلي، له تنې لوېشت لوړ د دریم پوړ په دریمه برخه کې مینه ګرکي د خپل سیوري سره لوبې کوي، د ژوند له هرې شیبې خوند اخلي ، په کډه د ژوندانه اړخونه پالي، د زغم پیغام له ځان سره وړي، د ښیښې له وربایه په خواړه ترنم کې د پالونکي رب په ستاینه هغه کایناتو ته چې په انګړ کې منتظر دي ،پاڼود راغلو مېلمنو په پار نرم شور اچولی،ګلان هم په خپله حلقه کې یو څه وایي ،بوراګان هم په دغه راز ځان پوهول غواړي ،شاپرکونه هم څه وړي راوړي، غالبوزې له هر لوري د ماحول څار ګري کوي، پاچا او ملکه پدې وخت کې په شاهي جامو کې له ګنبدبڼې دروازې راووتل، هرڅه غوږ غوږ شول ،په خرپ او ترپ سره خاموشي ماته شوه ، پاچا د لرګینې تختې شا ته ودرېد ، چپنه یې په ځان کې وڅنډله ، شمله یې له ډېرلېرې ښکارېده، ملکه هم نږدې ودرېده ، څنګ ته یې درېدونکې خلک منظم ودرېدل هسې چې په کې هېڅ دمه نه وي.
څوشيبې د دمې جوړونې په موخه موسکی شو،

وینا پيلوي:
د کایناتو د پالونکي رب په سپېڅلي نامه،
د طبیعت له هر اړخه راغلو مېلمنو !
اسلام علیکم
شکر او ستاینه د هغه واکمن لپاره وي چې د ځمکې مخ یې په راز راز ښکلا ګانو پوښلي ، او ژوندي مخلوقات یې جوړه پیدا کړي دي.

زموږ او ستاسو ژوند د وخت یوه برخه ده، مهالویش ولرئ، هیلې را وټوکوئ، په موخو پسې ولاړ شئ ، په کې د هنر له بډایه شتمنۍ ګټه واخلئ، همدا شان ژوند د موخو یوه ټولګه ده چې پالل یې نه ستړي کېدونکې مبارزه غواړي او که غواړئ چې خوبونه مو په ریښتني ډول وګورئ، پرېکنده تصمیم ولرئ او د عمل په جامه کې ور پسې ورشئ.