دحمزه قاتل

شپې ټوله نړۍ په غيږ کې رانيوله ، پرمکه اوګرد چاپيره درو يې خپل تور څادر وغوړوه، داسمان په منځ کې د تيت وپرک ستورو ځيني ډير لږ تر سترګو کيدل، مکه له خپلو کورونو سره ديوې تاوې شوي غوټې په څيروه، هيڅ نښې يي نه ښکاريدي، پر کورونو دچوپتياڅپه خپريدله خو دا داسي نا چله چوپتيا وه چي تر پوښ لاندي يي پاريدونکي احساسات، ويدې کېنې، زيانمنې هيلې چي سرکشي اونادودې ورکي له ورايه ښکاريدله، پټې شوي وي.... سبا ته د کسات ورځ ده ... سباته به قريش له خپل ټول زور اوزر سره داوځي تر څو له محمد صلي الله عليه وسلم څخه خپل بدل واخلي .... دوي لادبدر ورځ نه وه هيره کړي....
داهغه تلپاتي جګړه وه چي دمکې دسرسړيو اواتلانو په کې خپل ټول ژوند له لاسه ورکړاويو شمير نور دمسلمانانو له لوري په اسارت ونيول شول. له مکې بهر دهمدي تياري په منځ کې هلته ليري ديوه سړي تر څنګ يوه پيغله ناسته ده او دواړه دراز ونياز په نړۍ ځانته وو، ځيني وخت به سړي ناارامه معلوميده، پيغله له دغه ناارامي څخه ځوريدله اوپه کراره يې د شونډو لاندي وويل:
ــ وحشي پرتا څه وشول؟؟
ــ له زړه څخه مي ډيري لمبې راپورته کيږي ..
ــ دي ژوند ته ولي په ښه سترګه نه ګوري، موږ خو ډيري خوږې شېبې لروخو ته هر وخت په دي هڅه کې يي چي زموږ په نيشه کې تيشه ووهي.
پرداسي مهال يې خپل تور مخ ورواړوه چي سترګو يې په تياره کې ځلا کوله او زياته کړه .
ـ موږ غلامان خو په نړۍ کې تر ټولو بدمرغه يو....ژوند مو نارامه او پيچلي دي،ټول ژوند مو ذلت،سپکاوې او غمونه دي.... دنيکمرغې په اړه مو ډير څه اوريدلي خو په په سترګو مو نه ده ليدلي.... خوند او هوساينې خبرې به راته نه کوي
له غښتلي مټ څخه يې ونيوه او له احسانه په ډکه ژبه يې ورته وويل:
ـ مړ شي اي وحشي!! زه مي د بادار په کورکې اوسم له کار کولو وروسته په ارام زړه بيده کيږم،هلته خوراک و څښاک ښه پريمانه دي، ځيني وخت له کوره په غلا را ووځم تر څو ستا تر څنګ کينم .... زه له دي کار څخه ډير خوند اخلم ... زه همدي ته پيدا شوي يمه ... اوزما په څير يوه وينځه به ولۍ له دي زياته تمه کوي؟؟)
له ملنډو او خندا سره يې ورغبرګه کړله:
ـ ازادي ...
ـ په ډار يې ورته وويل:
ازادي ....؟ عجيبه خبره ده ...ازادي ... دروند پيټې دي او زموږ کمزورې اوږې يې د پورته کولو وس نه لري ... بيا به تل په دي هڅه کې ياستو چې يوه ګوله مړۍ وموو، کيداي شي له ملنډو او تيري سره مخامخ شو، اوس خو موږ د خپلو بادارانو تر چتر لاندي يو،خوراک وڅښاک مو دهمدوي په غاړه دي، اي بي عقله همدوي دي چې دراتلونکي ډاډ راکوي...
وحشي سوړ اسويلي وويست، په نارامه نظر يې تور افق څاره، اوپه نهيلي يې لېري ته کتل،د سر په خورولو سره ورته وويل:
ـ څه سوچ کوﺉ، که چيري ستا بادار خبر شي چې ته په دي توره تياره کې د شپې په دي برخه کې له کوره راوتلي يي، او زما په څير له يو سپک غلام سره وګوري چې له تاسره مينه لري؟
د مينې کليمې ورته ډاډ ورکړ، اوزړه يې له ډيري خوشالې په درزا پيل وکړ ويې ويل:
ـ په وهلو او ټکولو به مي مړه کړي.... زه به ډيره نيکمرغه يمه زه به له هغه درد او کړاو څخه خوند اخلم چې ستا لامله ماته رارسيږي... يوازي ستا له پاره
بيا يې په ډيره په مينه خپل لاس دهغه پرغاړه او لوڅ مټ راتير کړ.. خو هغه په زوره ټيل وهله اوله ځان سره وبونګيده:
ـ زه دغه ژوند ته په سپکه ګورم... هرڅه مي له پامه تور دي .. خلک، ځناور، باداران اومريان.. مکه ومدينه.. دوي خو ماته له ذلت او سپکاوي پرته نورڅه نه دي راکړي.... زه به هم له کينې او قهر بل څه ورنه کړم ....
دغه غبرګون خوند ورنه کړ، احساس يې ټپي شو ورته يې وويل:
ـ ايا دابه نادوده نه وي چې دهغه چا په اړه دا ډول سوچ کوي چې له تاسره يې ښه کړي؟
له ډنګرمټ څخه يې په زوره ونيوله او څو چټکي يې ورکړي او ورته يې وويل:
ـ په ژوند کې حلال و حرام نه شته... ژوند خو ځواک اومال دي... بيوزله مريان خومړه دي.. کمزوري خومړه دي.. او بي عقلي موږ خو مړه يو ... ميږه، اوښه،خر دا ټول د خپل څښتن پاملرنه ګوري... خوموږ ... ها بيوزلې!! دانسانيت مرتبي ته نه يو رسيدلي، او د حيوانيت هغه مو برخه نه شوه...
دپيغلي سر وګرځيد، ځکه چې په دي وروستيوکې يې دهلک خبرې نااشنا او له ګواښه ډکې وي، د مينې او اتلولي له خبرو يې لاس اخستي و او داسي خبرې يې کولي چې دهغې نه خوښيدي، نږدي ده چې دغه ډول خبرې يې خوبونه اودهغه تر څنګ خواږه يادونه له منځه يوسي، پرده څه وشول؟ پردي نړۍ څه وشول؟ اه .... له کومې ورځې چې محمد خپل پيغام راوړي خلک لالهانده او سر ګردانه دي، فکرونه سره مخالف شول تورې له تيکو ځيني راووتي ايا همدا لامل دي؟؟ او نږدي ده چې دا به بله هغه وي چې خلک نا اشنا کارونوته لاس وراوږد کړي چې په دي وروستيو کې خلکو پري ځانونه بوخت کړي، دهغې خو دا کارونه په پام کې هم نه و، داخوله کوره ديوې خوږې مرکې په نيت راوتي وه، دهمدي اندېښنې او حيرانتيا څخه د راوتو زړه وکړ او وحشي ته يې وويل:
ـ دمينې خبرې راته وکړه...
له ملنډو ډکه خندا يې وکړله:
ـ له مينې وروسته څه وي؟
هيڅ نه اي وحشي ..... دا خوموخه ده ....
پښې يې وغځولي، خپله لنډه ږيره او ګورکوتي ويښته يې وګرول او ورته وويل:
ـ که چيري مو بادار پرهغه څه خبر شوچې زما اوستا تر منځ شته، نو هيلې به مو وريژوي اود تل له پاره به مو له يوبل ځيني جلا کړي، په دي اړه سوچ نه کوي...
ـ داخو تر اوسه نه دي پيښ شوي نوولي يې په اړه سوچ وکوم ؟
ـ ميږيان د ژمي له پاره خوراک زيرمه کوي...
ـ موږ خوله ژمي څخه نه ډاريږو، خوراک خودبادار په کور کې پريمانه دي
په لوړ اواز يې چيغه کړله:
ـ ستا بادارله ژمي هم بد دي....
يو څو شيبې چورت کې وه، بيا داسي لګيا شوه: يوه ورځ مي سوچ کاوه چې الله عزوجل له خپل لوري يواستازي راوليږي موږ په بيه واخلي بيا مو ازاد کړي ... ايا محمد او ملګري يې دا کارنه دي کړي ؟ بلال يې واخست اوازاد يې کړ... رښتيا هم بلال ډير کړاونه وليدل... خواوس له ازادي ځيني خوند اخلي ... اوله راتلونکي هيڅ نه ډاريږي).
وحشي نيغ ودريد او ورته وويل:
ـ دغسي خبرې به نه کوي ...
ـ ولې؟
ـ زمانه خوښيږي ... ته اوس بيا دراتلونکي اوازادي په اړه غږيږي اوله ټولو بد دا چې د محمد په اړه هم غږيږي... زموږ د بادار تره وژل شوي، موږ دهغه په اړه پټ غږيږو .... خوايا دا رښتيا ده چې بلال د بدر پر ورځ د قريشوسرداران وژل؟؟ ايا دا ناشوني غوندي نه ده ؟؟ )
وحشي هيڅ ځواب ورنه کړ، اوپر هغه خبره يې سوچ کاوه چې دده او دبادار (جبير) ترمنځ راياده شوي وه، اياشوني ده چې دغه خبره له ياده وباسي؟
بادار يې ورته ويلي و: « وحشي دنيزې په ويشتلوکې زه ستا په مهارت خبر يم وحشي ستا يو ګوزار هم نه خطاکيږي... دمکې خلک له پخواځيني ستا پراتلولۍ او جنګ خبر دي... اوما په تا کې دا وړتيا ليدلي دي .... ما لا پخوا دا ويل چې ته د ستاينې اومينې وړ يي اودامي هم ويلي وو چې دا د ازادي وړ سړي دي... وحشي ته بايد د خپل ځان بادار وسي ... دغه مهال بيا کولاي شي چې خپل هېواد حبشِِي ته ورستون شي.... اويا به ديو سپيڅلي تړون له مخي زما سره په مکه کې پاتي شي او زما دکور له غړوڅخه به يو يي، خوهر شي يوقيمت لري وحشي که ته دغه قيمت غوڅ کړي، نوهغه چې ته يې لاسته راوړي ډير ارزښتناک اوګرانبيه به وي... داد ژوند طبيعت دي ... ته خو پوهيږي چې د محمد سړيو دبدر پرورځ زما تره (طعميه) وژلي.... دمحمدتره حمزه وژلي ... که تا چيري حمزه وواژه په خداي چې ازاد به دي کړم اوپردي سربيره هرهغه څه به درکړم چې ستا راتلونکي تضمين کړي، څوورځې وروسته موږ له محمد سره د جنګ له پاره وځو وبه ګورو چې ته څه کوي ... وحشي دغه ډول زمينې په ژوند کله کله وي ... ته په کې څه وايي؟؟
وحشي داهرڅه له ذهنه تيرکړل، ايا هغه کولاي شي چې دخپل بدمرغه اوذليله ژوند په تاريخ کې دا پريکنده شيبې له ياده وباسي؟؟ دا به هغه ورځ تل په ياد ولري چې دا يې د مريانو سوداګر ته وروستي و او سوداګر دا لاندي باندي ښه په ځير کتلي و بيا يې په لږو پيسو راونيو، دا به تل هغه ښکلي اروا يادوي چې دده ژوند ته يې لږه خوشالي او ډاډ وربښلي و اودا هغه پيغله وه چې دهمده څنګ ته به کيناستله، وحشي به دخپل بادار (جبير) هغه خبره هم رايادوي چي ده ته به دازادي د نعمت په اړه غږيده، له دي خبرو وروسته دوحشي په زړه کې په لسګونو مختلف احساسات په څپو شول، داخو دنورو مريانو په څير نه و، هغه خو تل دازادي خوبونه ليدل.... هو په کومه ورځ چې محمد خپل پيغام راوړ دده زړه ورته له خوشالې په درزا شو... ده په هماغه پيل کې دورتګ په اړه سوچ کړي و.... چې راځه ورشه اوايمان پري راوړه ... خو بادار (جبير) به يې ژوندي نه و پريښي لکه څرنګه چې د(بلال) بادار و.... دادخپل بادار سختي او له محمدسره يې کرکه ډيره ښه پيژني .... وحشي وډار شو هسي نه چې خپل ژوند او ازادي دواړه له لاسه ورکړي.... انتظار مي غوره کړ ... خواوس دادي بادار يې ورځيني بيه غواړي .. دغه وخت وحشي له ډيري خوشالې اوليونتوبه داسي پيل شو:
ـ باداره ... که دازادي خبره په کې نه وي ... ستا دتره وينه زموږ دټولو په غاړو کې يو امانت دي ... زه به ستا د امرونو په پلي کولو کې هيڅ ناغيړي ونه کړم ... له هماغه بدمرغي ورځې راديخوا موږ ټول دشرم احساس کوو... زه به حمزه پردغه نيزې داسي وڅيرم چې ټپ به هيڅ ونه رغيږي...
داخبرې دومره اساني هم نه وي لکه څرنګه چې همدغې مرکې رابرسيره کړي، وحشي لاپخوا په دي سوچ کې دازادي لار له ستونزو اوخنډونو څخه ډکه ده، او وحشي دهرشي دترسره کولو له پاره چمتو دي تر څو يوځل بيا راژوندي شي،او له ازادي څخه خوند واخلي ...
ټوله نړۍ دي دوزخ ته ولاړه شي ... لعنت دي وي پر جبير او کاکا يې او پرټولو هغو چې په ځمکه کې دي ... هغه خو دخپلې ورکې ازادي په لټه کې دي... داخو يې مور ازاد زيږولي و او دهمدي ازادي دلاسه ورکولوپه اړه يې دپاموړ لامل ونه موند... وحشي دروا او ناروا دحق اوناحقه دخير اوشر په اړه کوم ځانکړي سوچ نه درلود... ځکه چې ناروا، ناحقه او شر داټول له ده سره په يوې ذاتي مانا کې راغونډ شوي اوهغه داچې دامريي دي.... کله چې داسي شوه نو ارزښتونه اوفکرونه دي سره مخالف شي، ساړه اوتاوده بحثونه دي راپورته شي، جنګونه دي پيل شي،مړي دي وشي دالله اوشيطان، جنت اودوزخ، کفراو ايمان په اړه دي ډيري خبري وشي خودا ټول کارونه – لکه څرنګه چې يې وحشي انګيري- له ده سره له نږدي اوليري هيڅ اړيکې نه لري اوهغه يې په اړه ډير لږ سوچ کوي، او په دي هڅه کې هم نه دي چې تل ته يې ورکيوزي او يا يې نوري خواوې سره وڅيړي، هغه خپل مريتوب په داسي تنګه او توره نړۍ کې ارايسار کړي چې د ورځيني دوتو هيڅ څرک نه تر سترګو کيده، کله چې يې سرسخته بنديوان راشي ... او د دروازې دپرانستو خبره ورته وکړي ترڅو ژوند او رڼا وګوري ... ايا هغه به ورځيني مخ واوړي که څه ډير لوړ قيمت ورته وټاکي؟؟ وحشي له خپل خوب او سوچ څخه د خپلي معشوقې پر غږ راويښ شو چې هغې په زوره ټيل وهه ورته يې وويل :
ـ څه ؟ لکه چې خوب درځي؟
ـ نه ... خوزه به خپله ازادي ترلاسه کوم ...
په حيرانتيا ورته وويل:
ـ څه؟ ته خو پرګډو وډو سريې ...
ـ څو ورځې وروسته به له قريشو سره يوځاي دمحمد جنګ ته روانيږم ...
ـ زه خو ستا پرخبرو نه پوهيږم ...
ـ له جګړې څخه به بل بنده راوګرځم ...
ـ وحشي !!
ـ روغ او سم بنده به يم، دخپلې خوښې خواړه به خورم، څه مې چې خوښه وي هغه به کوم، په خپله خوښه به بيده کيږم اوبيداريږم ....
ـ اي وحشي سرخو درباندي نه ګرځي ؟
ـ زموږ زامن به ازاد وي دبادارانو چيغې به يې نه ډاروي دشرم او پيغور متروکې به يې نه نارامه کوي، زړونه به يې دذلت او سپکاوي تريخوالي نه وريتوي...
په حيرانتيا يې ورته وکتل اوزياته يې کړله:
ـ څرنګه ؟
پراوښکو لمدې شوي سترګې اوله غبرګون څخه راغونډشوي مخ يې ورواړوه او دلاس پر خوځولو سره يې ورته وويل:
ـ زما پردغه نيزې ...
بيا له ځان سره وبونګيده :
ـ ازادي اخستل کيږي او ورکول کيږي نه ... ازادي پروينه ... هره وينه چې وي هيڅ باک نه کوي داکه دسردارانو وي او که د کوڅه ډبو ....... )
ـ او بيوزله ته خو په ګډو وډو سريې، له ګواښه ډکې خبرې کوي، ته دخپل ځان په اړه په ډارونکې لهجې سره غږيږي که څه هم دا پيچلي هغه ده، زه څومره بدمرغه يمه !! زه خوستا پريوې خبرې هم نه پوهيږم .
نوربيا