د پنجابي پوځ تشدد؛ پښتون ژغورنې  غورځنګ د غړو نيونه ؛ او د ميليونونو افغانانو پراخ ملاتړ

دا خو ټولو ته مالومه ده، چې پاکستان يو پروژه يي هيواد دی  او نړيوالو استعمارګرو قوتونو د خپلو ګټو د خونيتوب په موخه په سیمه کې ايجاد کړ او جعلي برتانوي هويت لري.   مخکې يادونه وشوه، چې پاکستان يو پروژه يي هيواد دی  او د خپل ترهګريز هوډ پرمټ محکوم او ازاد افغانستان سربېره نړۍ ته ترهګر صادروي او د همدې موخې د پاللو لپاره پاکستانی پوځ ځکه ترهګر دی، چې تل يې بې وسلې خلکو باندې د ټوپکو خولې ورګرځولې دي او هغوی يې وژلي دي.
 
دا چې پاکستاني مدرسو کې څومره ترهګر روزل کېږي؟ يه پنجاب کې ترهګر روزنځايونه او پټن ځایونه لري؟ دا د ټولې نړۍ خلکو ته ښکاره ده، چې په نړۍ کې  تر هر ترهګريز بريد وروسته د پاکستاني پوځ او ای، ایس، ای اړيکه په ډاګه کېږي.
 
پاکستان په ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴مه د بريتانيې د ايجينټ علي جناح په وسيله جوړ شو او  بريتانيې د خپلو شومو موخو د پلي کولو لارې چارې ور وښودلې.
 
پاکستان له جوړښت څخه لا کال پوره شوی نه و، چې د بابړې ميدان يې د پښتنو په وينو رنګ او د پښتون د وژنې لومړنی اغاز له دې ځایه وشو، چې تر اتو سوو زیات پښتانه شهيدان شول، قرانکريمونه يې وسيځل او د عدم تشدد لارويان يې په بې رحمۍ سره ووژل.
 
تر دې وړاندې انګريزانو په ۱۹۳۰م کال  کې د می میاشتې پر نهه ويشتمه نېټه ټکر کلي  کې هم ۷۳ تنه پښتانه شهيدان کړل،  چې د خپلو مشرانو ننګې او ملاتړ په موخه د انګريزانو تاڼې ته ورغلي و.
 
د انګريز په لاس جوړ شوي پاکستان له رامنځ ته کېدو بیا تر ننه پورې په پښتون افغان باندې رحم نه دی کړی او تل يې د پښتون افغان د وژنې پلانونه جوړ کړي دي،ای، ایس، ای ترهګرو ته پلان جوړوي، چې پښتانه په نښه کړي، تر څو دوی ته سرخوږی جوړ نه کړي، ترهګريز بريد وروسته بیا پنجابی پوځ د محکوم افغانستان بېلو، بېلو سیمو ته ورځي او هلته بیا هغه ځوانان او مشران په نښه کوي،  چې له ترهګرو سره يې ورانه ده، د پاکستان جوړښت جعلي ګڼي او په لوی افغانستان باوري خلک دي.
 
تاسو وګورئ، محکوم افغانستان کې تر هغه وړاندې چې پښتون ژغورنې غورځنګ څرک هم نه و، دوی په ډاډه زړه محکوم افغانان وژل، زندانونو ته يې وړل او پر هغوی يې د ظلم او استبداد لړۍ جاري ساتلې وه، باچاخان يونيورسټي باندې تروریستي بريد چې پنجابي پوځ تر سره کړل،  د ژبې او قلم  هغه مبارزين  يې په شهادت ورسول، چې حساب پرې کېده، جنوبي پښتونخوا کې پر وکيلانو د ای، ايس، ای په تروریستي بريد کې ډېرې د کار ککرۍ وغورځېدې، دا لړۍ له هماغه ورځې روانه ده، له کومې ورځې چې د پاکستان بادار پرنګي پاکستان جوړ کړ او د ترهګرۍ سره د مبارزې پر پيسو نړيوالې ټولنې د پښتون په وژلو کې ورسره د زړه له تله همکاري کړې ده، هغه مهال چې د امريکا په مشرۍ نړيوالې ټولنې افغانستان ته خپل پام واړول، نو د لستوڼي مار ( پاکستان ) ته يې د ترهګرۍ سره د مبارزې کولو له کبله  د ميليونونو ډالرو په ورکړه د پاکستان اقتصاد له رکود څخه وژغورل؛ خو  پاکستان ترهګر د تمويل لا ښه سرچينه وبلله، ترهګر يې نور وروزل او د پښتون افغان کورونه،  کار ځايونه او سکولونه يې پرې  ويجاړ کړل، هيچا هم د پاکستان وحشت ته  د وحشت په سترګه ونه کتل، بلکې بیا، بیا نړيوالې ټولنې تېروتنه وکړه او پاکستان يې د ترهګرۍ سره د مشترک دوست په نوم ياد کړ.
 
پنجابي فوځ د روان زېږديز کال د می پر شپږ ویشتمه بیا د بابړې پېښې په تکرار سره وښودله، چې پنجابی پوځ او څارګره اداره له پښتون افغان سره دښمني پالي او په خپل ټول توان سره هڅه او کوشش کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پښو وغورځوي او تشدد ته يې وهڅوي، پنجابي پوځ د شهيد ارمان لوڼي په شهادت سره همدا هيله لرله، چې د غورځنګ غړي به تشدد ته لاس واچوي او دوی ته به بانه په لاس ورشي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په خپله خاوره د عزت ژوند او مرګ غواړي، پنجابي پوځ يې پر عزت لوبې کړې او هم يې له مرګه وروسته شهيدان ترهګر بللي دي، پښتون ژغورنې د پوځ له تشدد سره، سره  بیا هم په ډېر ځراکت سره د عدم تشدد لاره بدله نه کړه، پنجاب سره دا ځل ستره وېره ځکه مله ده، چې پښتون افغان د تقسېدو پلان يې ناکامه شوی دی، څومره چې پوځ تشدد کړی دی، هغومره د پښتون ژغورنې غورځنګ ننګه او ملاتړ زیات شوی دی، له امو تر اباسینه ټول افغان ولس د منظور پښتون په يوه غږ راوځي او په څلور کونجه دنيا کې د پښتون افغان چيغه بدرګه کېږي.
 
پنجابي پوځ په وزيرستان کې د غورځنګ په مشرانو تر بريد وروسته په ډېره سپين سترګۍ سره وويل، چې پر موږ د غورځنګ غړو بريد وکړ، پښتون ژغورنې غورځنګ  په يو نيم کلن مزل کې يو څوک لا په ګل ونه ويشتل، خو د پنجابی پوځ د بريد خبره خندونکې ده.
 
پنجابي پوځ او څارګرې اداره به د ترهګريزو موخو په پلانولو کې ځانګړي مهارتونه لري، خو د پښتون ژغورنې د مظلوميت چيغې د خاموشه کولو هيڅ تدبير يې نه چليږي، دوی په ځلونو، ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په مرګ وګواښل، د ترهګريزو بريدونو د کېدو خبرداری يې ورکړ، خو  پښتون ژغورنې غورځنګ په ټوله مانا د ای، ایس، ای موخې شنډې کړې دي.
 
د علي وزير په نيولو سره پوځ نور هم بدنامه شو، د پيلپز ګوند مشر بلاول بوټو هم په پوځ پسې يوه د تمسخر خندا وکړه او پوځ ته يې خبرداری ورکړ، چې د دویم بنګله دېش د جوړېدو نسخه دې نه کاروي.
 
د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان پر پښتون افغان د پنجابي پوځ تشدد يو نه هېرېدونکی داستان وباله، ميا افتخارحسین خپل تور کالي او توره خولۍ پر سر کړه، تر کومه چې پوځ له تشدد څخه لاس وانه خلي او د وزيرستان پېښه څېړل شوې نه وي، علي وزير له بند څخه ازاد شوی نه وي، تر هغو پورې به زه تور کالي او توره خولۍ پر سر کوم.
 
د پښتونخوا عوامي ګوند مشر او ټول غړي له پښتون ژغورنې سره مله دي، پنجابی پوځ دا ځل د سريښو په ډنډ کې بند شوی، د تشدد هره هڅه يې ناکامه کېږي او د پرنګي تدبیر پښتون افغان د عدم تشدد په مټ بې اغېزې کړی دی.
 
د علي وزير او محسن داوړ نيول کېدل:  د می پر اوه ويشتمه علي وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبري کمېټې غړی پنجابي پوځ له ځان سره وړی او بیا يې د ترهګرۍ په تور د ترهګرۍ ځانګړې محاکمې  ته وړاندې کړی دی.
 
کومه ترهګري، چې پر بنياد يې علي وزير د ترهګرۍ ضد محاکمې ته وړاندې کېږي؟
ولې محسن داوړ په خلاف پنجابی پوځ اقدام کوي؟
پر محکومه خاوره تل پنجابي استعمار د جبر، زور، زیاتي پاليسي مخې ته وړي او د وحشت په مټ د محکوم افغان اېلېدل غواړي، له هغه وخته چې د پنجابي استعمار پر ضد ملتپالو ګوندونو او سیاسونو د مبارزې سنګر نيولی دی، د همدې مبارزينو پر وژلو، زنداني کولو او ډله ييزه وژنو تمامه شوې ده، د پنجابي د ظلم او زیاتي داستان ډېر اوږد دی او هيڅکله يې پر پښتون افغان رحم کړی نه دی.  
 
هغه علي وزير چې د ترهګرو سره په مبارزه کې يې د کورنۍ زیاتره غړي له لاسه ورکړي دي او په ټول توان يې د ترهګرو سره مبارزه کړې ده، نن پنجابی پوځ د ترهګرۍ ضد څېره علي وزير د ترهګري په تور محاکمه کوي.
 
پنجابی پوځ خپله ترهګر پوځ دی او څوک چې د ترهګرۍ خلاف وي، پنجابی پوځ يې خلاف دی، که پنجاب د ترهګرۍ ضد محاکمه لري، نو  لومړی دې هغه تروریستان دغه محاکمې ته حواله کړي، چې په محکوم او ازاد افغانستان کې هره ورځ ترهګريز بريدونه کوي.
 
دلته خبره د پښتون د حقونو ده،  د پښتون د حق غوښتنې او عدالت غږ پنجاب ته ترهګري ښکاري، نو ځکه خو ځنډ نه کوي او د علي وزير غوندې ملي څېره چې څو ځله د پښتون افغان د حق په پار د پنجاب زندانونو ته تللی دی، دا ځل بیا د پښتون حق غوښتنې تر زندانه ورسول.
 
پښتون ژغورنې غورځنګ په خپله خاوره کې د عزت ژوند غواړي، په شمالي او جنوبي وزيرستان  کې د پوځ کرلي بمونه او ماینونو لرې کول غواړي، د ترهګرۍ ختمېدو خبرې کوي، د پنجابي ماشومانو په څېر پښتانه ماشومان هم د زدکړو حق لري، دوی هم سکولونو او پوهنتونونو ته اړتيا لري، نه دا چې د پښتون بچی يواځې افراطيت د روزلو لپاره پنجابي مدارسو ته ولېږي، د افغانستان او کشمير د جګړې کولو لپاره ترهګريز بريدونه وروښودل شي.
 
پنجاب د پښتون ژغورنې غورځنګ همدې غوښتنو ته تيار نه دی او په ډېره بې شرمۍ سره د پښتون ژغورنې غورځنګ حرکت ټکنی کوي، دوی د پښتنو خوېندو حيا ولوټله، دوی پښتون افغان د ترهګرو په نوم شهيد کړ، خو په سیمه کې نه د ترهګرۍ ريښې ورستې شوې او نه يې هم د کمزوري څرک وليدل شو، دا روښانه خبره ده، چې پنجابی پوځ ترهګر دی او د ترهګرو له يارانې پرته د جعلي پاکستان د يوې ورځې پاتې کېدل هم شکمن دي.
 
پښتون ژغورنې غورځنګ ته پر همدې کارېدلي دي، چې زموږ د تمويل بټۍ تړي او د پښتون جينوسايډ مخه نيسي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو ورکواو تری تم ځوانانو غږ پورته کړی دی، چې دا مهال د پنجاب په جېلونو کې دي، دوی وايي که مجرم وي، سزا دې ورکړل شي او که بې ګنا وي، راخوشي دي شي، دوی د ازاد ژوند حق لري، خو پنجاب ته دا غوښتنه هم ترهګري ښکاري.
 
خلاصه پنجابي ریاست، څارګره اداره او پوځ په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ونيسي، دوی پر دې باوري دي، چې د ولس زور د خدای زور دی، يو ځوان له پښتونخوا راپورته شول، ټول افغانان يې په ځان راټول کړل، پنجاب يې په اغزنو سیمونو مخه نيوله، خو پښتون تحفظ مومنټ  په يوه حرکت ټول د ځان ملګري کړل، پنجاب د پښتون ژغورنې غورځنګ قوت د ځان نابودي ګڼي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ غير قانوني نيونه هم د پنجاب د دښمنۍ هغه داستان دی، چې د پنجابي اسټبلشمنټ دښمني له محکوم پښتون افغان سره جوتوي او له وخته سامراجي پوځ  او څارګره اداره په دې لټه کې ده، چې د پښتون افغان د سر سړي ووژني  او دوی ميدان شغالي کړي.
 
د پنجاب او ترهګرۍ يارانه ټولې نړۍ ته مالومه ده، د پښتون ژغورنې غورځنګ په برکت د پنجاب څېره لا ښه رسوا شوه،  سلامت او ملامت څرګند شول.
 
 ترهګرو هم پښتون وژلی او پنجابي پوځ هم د پښتون افغان په وژلو پسې را اخيستې ده، له دې کبله چې پښتون باید تل محکوم او غلام  و اوسي، په خپله خاوره کې يې پر سر پنجابی واکمن وي او پر دوی د ظلم او استبداد لړۍ جاري وساتي.
 
پايله: پنجابی پوځ هڅه کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تشدد ته وهڅوي او بیا يې د تشدد کولو په جرم دوی د خپل قتل  او قتال جواز واخلي.
 
دوی ځکه تشدد ته لومړيتوب ورکړل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو کې وېره او ډار خپور کړي، تر څو د غورځنګ له ملګرتيا لاس واخلي.
 
د علي وزيراو محسن داوړ  په نيولو سره دوی دا پيغام رسول غواړي، تر څو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته دا وښيي، چې موږ د زور له لارې دغه حرکت ځپلی شو، علي وزير او محسن داوړ له موږ څخه ځان بچ کولی نه شي، تاسو ته به څنګه نجات درکړي؟  خو په دې ټول پوهېږي، چې پنجاب له وېرې او ترس څخه دغه اقدام وکړ، PTM په يو نيم کلن مزل کې يې ټوله نړۍ په ځان راټوله کړه، د محکوم افغانستان سربېره ازاد افغانستان کې د ولس پراخ ملاتړ پنجاب دا خوب هم يقينی کړ، چې يوه ورځ نه يوه ورځ به ډيورنډ فرضي کرښه له منځه ځي، لوی افغانستان به جوړېږي او موږ به د انزوا په لور قدمونه اخلو.
 
 پنجابي اداره او پوځ شاید تر دې هم زیات تشدد وکاروي، ځکه د پنجاب او پښتون له  دښمني کلونه اوړي، دوی غواړي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ زور اوبه کړي، خو خبر نه دي، چې د پښتون دښمني د مغلو د ورکې لامل شوه، دا ځل د پنجاب د ورکېدو وخت راغلی او د بربادۍ تصور يې یقيني شوی دی.