روهي( نۍ/۱۷ د غبر ګولي )، افغان اتلان به د نړيوال جام په ترڅ کې خپله درېیمه لوبه نن د نيوزيلنډ پر وړاندې د افغانستان پر مهال د مازدیګر ۵:۰۰ بجې په ټاونټن لوبغالي کې تر سره کړي.
تردې وړاندې افغانستان خپلې دوه لوبې اسټرالیا او سریلنکا هېوادونو ته بایللې وې چې د سریلنکا هېواد څخه د لوبې بایللو وروسته خلکو په خواله رسنیو کې د افغان اتلانو لوبډلې باندې نیوکې وکړې.
بله خوا د افغان ملي لوبډلې مشر ګلبدین نایب د خپلو لوبغاړو څخه غوښتي چې د نیوزېلنډ هېواد پر وړاندې د افغاني غرور سره لوبه وکړي.
افغان اتلانو ته د عقابانو پر وړاندې خپلې پېرزوينې ډالۍ کړئ.
وروستي