روهي( جمعه/۱۶ د غبر ګولي )، د افغان اتلانو ويکټ ساتونکی شهزاد محمدي اوسمهال د زنګانه له ټپ رنځيږي چې له امله يې نوموړی په يادو سياليو کې ګډون نه شي کولی.
بايد وويل شي چې د اصولو له مخې کله چې هم کوم لوبغاړی د بل لوبغاړي پر ځای راځي نو د کرکټ نړيوالې شورا د تخنيکي کمېټې له لوري بايد تاييد شي او وروسته بيا په رسمي توګه لوبډلې ته وراضافه کېږي.
د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام لوبو په تخنيکي کمېټه کې د (ICC,ETC) مشر جيوف الارډايس, د کرکټ نړيوالې شورا استازی کمبېل جمېسون, د کرکټ نړيوال جام استازی سټيو اېلورتي, کوربه استازی الان فوردم او خپلواک استازي هر يو هارشا بهوګلې او کومار سنګکاره شامل دي.
د يادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې پر اساس په افغان لوبډله کې د اکرام علي خېل پر ځای شفيق الله شفق د احتياطي لوبغاړو کټګورۍ ته وراچول شوی دی.
وروستي