روهي( څلورنۍ/۱۴ د غبر ګولي )، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له ورزشکارانو او د ورزش په برخه کې مډال راوړونکوسره وکتل او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورسره وکړه.
په دغه کتنه کې چې د یو شمېر هېوادونو مسوولینو او سفیرانو حضور درلود، په پیل کې د هېواد ولسمشر د افغانستان خلکو ته د ورزشکارانو د لاسته راوړنو مبارکي وویله او د ورزش د ودې لپاره یې دحکومت برنامې ورسره شریکې کړې.
وروسته ولسمشر غني په ارګ کې له ورزشکارانو سره یو ځای وګرځېد او د ارګ د بېلابېلو ماڼیو او تاریخي ځایونو په اړه یې معلومات ورکړل. دغه راز ورزشکارانو د هېواد د ولسمشر په حضور کې ورزشي حرکات هم ترسره کړل.
وروستي