غلو د غلا په ځای د کور شیان منظم کړي دي   

روهی( یوه نۍ/۱۲ د غبر ګولي )، د امریکا مشهور بوسټن ښار کې غلو د یو کور څخه د غلا پر ځای د کور ټول شیان منظم کړي او بیا ورڅخه تللي دي.
 

د دغه کور خاونده ( نېټ رومن ) ویلي دي چې دا د خپل زوی سره ښوونځي ته تللې وه چې کله بېرته کور ته راغله ګوري چې د کور لویه دروازه یې خلاصه ده او د کور د کوټو دروازې بندې دي.
 
 
نېټ رومن چې کله د کور په کوټو کې ګرځي نو د کور شیان ډېر په منظم ډول ایښودل شوي او هیڅ شی کم شوی نه دی.
 
 
نېټ رومن ویلي دي چې کله دا د خپلې خوب کوټې ته لاړه د هغې کوتې فرش هم صفا شوی و او د کوټې ټول شیان یې په منظم ډول ایښودل شوي وو.
 

د ټولو زیاته حیرانووکې خبره بیا داده چې دغو غلو د کاغذ څخه دوه جوړ شوي ګلان هم په کور کې پريښي وو.
 

ژباړن: محمد مبین هڅاند