مسکو کې: د سرګي لاوروف ښی او کيڼ لاس ته؛ طالبان او افغان سياسيون

روهي (درې نۍ/۷ د غبرګولي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيوي مشر عطا محمد نور دله يو شمېر افغان سياسيونو سره د مسکو په کوربتوب د افغانستان او روسيې د ډېپلوماټيک اړيکو په سلمه کليزه کې برخه اخېستې.

عطا ويلي چې د افغانستان او روسيې سياسي او ډېپلوماټيکې اړيکې يوازې له تېرو سلو کالونو را پدې خوا نه دي، بلکې دغه دوه هېوادونه د احمد شاه بابا ابدالي له وخت سره سياسي اړيکې لري.

نوموړي دا هم ويلي دي چې که چېرې طالبان دا فکر کوي چې دوی په افغانستان کې امريکا ته ماته ورکړې ده او د دغه هېواد د اتلانو په ډول افغانستان ته راځي، نو پر ځای خبره نه ده او حقيقت هم نه لري.

دغه ناستې ته افغان پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د ولسشرۍ نوماند محمد حنيف اتمر، محمد محقق او يو شمېر نور افغان سياسيون هم ورغلي دي.

د طالبانو له خوا بيا په قطر کې د دوی د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني بردار او ور سره ۱۳ نورو د مرکچي پلاوي غړو برخه اخېستې ده.