موبایل کوډ لرونکې ډبې کې واچوئ او د وخت سپما وکړئ   

روهي( درې نۍ/۸ د غبر ګولي )، د ډېرو شیانو سره انسان ځان د اسانۍ سره بلدولی شي خو د هغه کار پرېښودل خوارا ستونزمن وي. خو د دغه کار د حل لپاره اوس د ( اینټی ټیمټیشن ) په نوم یو نوی قسم ډبی جوړ شوی دی چې د دې ډبي په مرسته انسان کولی شي چې د وخت سپما وکړي.
 

د دغې ډبي په سر پاس یو د وخت د ښودلو یوه آله ( ټایمر ) لګېدلی دی د دغه ټایمر په مرسته کله چې یو څوک موبایل یا بل کوم څيژ چې په دغه ډبي کې ځای شي او وخت ورته وټاکي تر هغې چې بیا دا وخت پوره شوی نه وي څوک نه شي کولی چې دا ډبی خلاص کړي نو په دې ډول سره به یې خپل وخت سپما کړی وي.
 

دغه ډبی د هغو کسانو سره چې موبایل سره ډېر وخت تېروي او غواړي چې خپل وخت سپما کړي کولی شي د یاد ډبي څخه ګټه پورته کړي.