د نړېوالو اقتصادي نظامونو لنډه پېژندنه

ليکوال: شاهد محمود وقار

بسم الله الرحمن الرحيم
دا چې دغه موضوع ډېره اوږده موضوع ده او پکار ده چې اوږده لیکنه پرې وشي، موږ يې په لنډ ډول پدې ليکنه کې محترمو لوستونکو ته وړاندې کوو:
په لوړه کچه په نړۍ کې درې اقتصادي نظامونه شتون لري:
اول: پانګه وال نظام: په پانګه وال نظام کې هر څوک پر خپل شخصي ملکيت، د توليد پر وسايلو پوره واک او اختيار لري، د غوښتنې، عرضې، پانګې اچونې او نرخ پرېکړه او تصميم د ټولنې د غړو له لوري کيږي. حکومت د چا په شخصي ملکيت، د سوداګرو په چارو او کړنو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه شي کولی.
په پانګه وال نظام کې هر څوک د خپلې ګټې يوازينی مالک دی، د هغه په ګټه کې د هيڅ چا حق نشته، هغه ددغې ګټې په مصرفولو کې پوره واک لري.
په حقيقت کې د پانګه وال نظام نظريه په ځان غوښتنه چې د انسان فطري او طبيعي غوښتنه ده، استواره ده، دغه ځان غوښتنه اخر دې حد ته رسيږي چې انسان ټولې هغه ځانګړتياوې او صفات چې د ټولنې د فلاح او بهبود لپاره لازمي دي، تر پښو لاندې کوي.
که دغه نظريې ته د اقتصاد له نظره وکتل شي، ګټه په تدريجي ډول هوښيارې يا د ښه بخت طبقې سره جمع کيږي، او ټولنه عملا په دوه طبقو چې يوه يې سرمايه داره او بله يې غريبه ده، وېشل کيږي.
په دغه نظام کې د غريب او مسکین سره مرستې او همکارۍ ته هيڅ ډول پاملرنه نه ده شوې، بلکې هر څوک خپل ځان لپاره مال جمع کوي.
سرمايه داره طبقه خپل ځان په غريبه طبقه اوچت ګڼي، په غريبه طبقه رحم او مهرباني بالکل نه وي، پايله يې دا شي چې دغه غريبه طبقه په ځان پورې تنګه او په ځان وژنه لاس پورې کړي او يا نورو بې حيا کارونو ته لاس واچوي، تر څو د ژوند ددغه عذابونو څخه نجات ومومي، نو دغه ډول کړنې ددې سبب ګرځي تر څو په ټولنه کې فتنه او فساد خپور شي.
دویم: اشتراکي نظام: د پانګه وال نظام په مقابل کې يو بل اقتصادي نظام چې اشتراکي نظام يا سوسيالېزم ورته وايي، شتون لري. په دغه نظام کې د توليد ټول وسايل، فابريکې، ځمکه، سوداګري او نور ماشين الات د ټولنې تر منځ ګډ او مشترک وي، او دا هر څه د حکومت له لورې کنتروليږي.
په دغه نظام کې پورتني اسباب او وسايل د چا شخصی ملکيت نه ګڼل کيږي، د توليد عوايد او ګټه د حکومت پانګې ته ورځي، کارکوونکو ته مزد او اجوره د حکومت د پلان او پرېکړې سره سم ورکول کيږي، حکومت به ددغه کارکوونکو لپاره د ژوند ضروریات او اسانتياوې برابروي او دوي به يې په بدل کې کار او خدمت کوي.
د پانګه وال نظام په جوړښت کې کارخانې، بينکونه، سود، بيمه او نور سهامي شرکتونه کليدي رول لري، او بغير ددې څخه چلېدای نشي، لېکن د اشتراکي نظام په جوړښت او راکړه ورکړه کې ددغه ادارو هيڅ ځای نه ليدل کيږي، او نه ورته کوم ضرورت شته، همدا وجه ده چې دغه نظام د سود سره بالکل مخالف دی، هيڅ څوک داسې نه شي کېدای چې په يو وخت کې اشتراکي هم وي، او د سود کاروبار هم وکړي.
درېيم: داسلام اقتصادي نظام: د اسلام سپيڅلی دين موږ ته يو داسې اقتصادي نظام وړاندې کوي چې د پانګه وال او اشتراکي نظام تر منځ او يو معتدل نظام دی، دا پدې مانا چې د ټولنې هر غړي ته فطري، شخصي او طبيعي حقوق هم ورکوي، او تر څنګ يې په ټولنه کې د عوايدو وېش توازن هم برابروي، يو طرف هر چا ته په خپل شخصي ملکيت کې د تصرف حق ورکوي، او بل طرف ته يو ډول پابندي هم لګوي، تر څو دغه مال په يو ځای کې جمع نه شي.
د اسلام اقتصادي نظام اصول د قرآن کریم او احاديثو څخه اخيستل شوي او په يو ديني او اخلاقي بنياد ولاړ دی چې معيار پکې حلال او حرام دی، همدا وجه ده چې په اسلام کې په حرامو څيزونو سوداګري کولو حرام شوي دي. خو بل طرف ته د بشر پواسطه جوړ شوي اقتصادي نظامونه بياپه راکړه ورکړه کې عقيدې، اخلاقو او پاکوالي ته هيڅ ځای نه ورکوي، دا پدې مانا چې د پيسو او مال د لاس ته راوړلو لپاره د هر ډول وسيلې څخه کار اخيستلی شئ، اګر که د فاحشه خانې، شراب خانې او يا... څخه وي.
اسلامي نظام کوښښ کوي چې د ټولنې د غړو اړين حاجتونه پوره کړي، او د مادي اطمينان سره سره انسان ته روحي اطمينان هم وبخښي، پداسې حال کې چې د انسان پواسطه جوړ شوي اقتصادي نظامونه یوازې مادي اطمينان بخښي.
اسلام مونږ ته داسې يو اقتصادي نظام را پيژني چې عوايد د ټولنې د غړو تر مینځ انتقال ومومي، او هر غړي ته خپله برخه ورسيږي، تر څو په ټولنه کې هر غړی به ارامۍ او سوکالۍ سره ژوند وکړي.
هر څوک چې څه تر لاسه کوي، نورو ته بايد چې پکې زيان ونه رسوي، د شخصي ګټې او ټولنيزې ګټې تر مینځ انډول بايد موجود وي، په ګټه کې د غريبو او فقيرو حق بايدورکړي. اسلام د مال تر لاسه کولو او مصرفولو دواړو لپاره اصول اوقوانين وضع کړی، تر څو په غلطو طريقو سره څوک مال تر لاسه نه کړي، او د سود کاروبار څخه پکې ډډه وکړي.
پايله: پانګه وال نظام او اشتراکي نظامونه يو د بل سره په دوه مخالفو نقطو کې قرار لري، او اصول او قوانين يې هم يو د بل ضددي، دا پدې مانا چې دواړ نظامونه د افراط او تفريط څخه کار اخلي، پانګه وال نظام شخصي ګټې او اشتراکيت ټولنيزې ګټې ته ترجیح ورکوي، خو اسلام مونږ ته داسې يو اقتصادي نظام وړاندې کړی چې د ټولنې د هر وګړي حق پکې خوندي دی، په ټولنه کې د غړو تر مینځ مينه، محبت او ورورګلوي ټینګوي، د فساد، سود او مال جمع کولو څخه په جدي ډول منع کوي، تر څو په ټولنه کې مسلمانان په ارامۍ او سوکالۍ خپل ژوند ته دوام ورکړي.
ماخذ:
۱ـ اسلام، سرمايه داري اور اشتراکيت، سيد ابو الاعلی مودودي
۲ـ اسلام او نوی اقتصاد، مفتي تقي عثماني.
۳ـ http://www.islamic-world.net/economics/index.htm