د مینانو په ورځ محبوبې خپل مین ۵۰ څپېړې وهلی دی

روهي( نۍ/۵ د غبرګولي )، چین هېواد کې هر کال د مۍ میاشتې ۲۰ تاریخ د ممینانو ورځ لمانځل کېږي چې دا خل په کې یوې محبوبې خپل مین د خلکو پر وړاندې په دې خاطر ۵۰ څپېړې وهلی دی چې دې ماته نوی موبایل نه دی راوړی.
 
چین کې ځینې خلک دا ورځ د مینې، ۵۲۰ او مینانو ورځ بولي.
 
 

دغه مین د ۵۰ څپېړو سره بیا هم خپلې محبوبې ته مخ ته ولاړ و او د نجلۍ په وړاندې یې هيڅ هم نه دي ویلي.
 
 
دغه نجلۍ اوس پولیسو نیولې ده خو دغه هلک پولیسو ته ویلي دي چې دا غلطي زما ده ځکه ما د دغې نجلۍ ټول د ژوند لګښت منلی و او ماته یې ویلي وو چې د مینانو په ورځ یو موبایل راوړه خو ما نه و راوړی.