غزل

څوک چې خبره د ولس او د وطن کوي
اول دې ځان ته غم د قبر او کفن کوي

غرونو ښارونو بوی نیولی د انسان د غوښو
په هدیرو د جګړې جشن اهریمن کوي

د وحشت اوج کې جنوني اور بهويي له سترګو
جـنت ګټي جهنمي رقـص په بدن کوي

له دوښمن څه ګیله ده یا د ګران وطن ناموسه!
ستا بي ابـي پخپله ستا لوڼه زامن کوي

زمونږ په ژوند قمار همدا خلک وهي جلانه!
څوک چې ددین په نوم پنـځه ګزه لمن کوي