وکيل صيب مه راګوره؛ جالي پیسې دي!  (طنز)

د ۹۷ کال ټاکنې د (      ) میاشتې په تېرېدو کې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې پرته له غزني ولايت څخه چې ددې ولايت ټاکنط به د ۹۸ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو سره جوخت ترسره شي، خو لا پاتې دي ، خو په دې نه سره غږيږو چې ولې پاتې او کله به وشي ؟ او دا ټاکنې چې وشوې چا وګټلې او څوک پاتې راغلل او څوک وطن او خلکو ته د منلو وو او څنګه اشخاص ورته ځانونه نوماند کړي وو، بې سواده، باسواده، دوکاندار، موچي او ان داسې خلک هم ورته نوماندان وو چې افغانستان يې ماسېوا ټلوېزيون له پردط پرته بل چرته نه وو ليدلی او نه يې کتلی وو، خو هغه يو له چا پوښتنه شوې وه (وايي کمپيوټر دې ليدلی ؟ نو جانب ورته ځواب ورکړی وو؛ هو نوم مې اورېدلی دهع خو تر اوسه مې خوړلی نه ده ) نو دا ټاکنې هم همدا کيسه وه.
 
خو څه به مو سر درخوږوم، ټاکنې ترسره شوې خو په جنجال شور ماشور، ان ځينې نوماندان خو تر څارنوالۍ هم ورسېدل... له شپږ مياشتو ځنډ او خنډ ډکو ټاکنو ابتدايي نتایج په لومړۍ وار اعلان شول، خو دا هم ښه په جنجال او د کمېسيون د مشر په ګډون سمې زريدارې موترې او ... وو.
 
لا ابتدايي نتايج پاتې دي چې د د ټولخپل کمېسيون د مشر په ګډون کمېشنکاران او غړي له دندو ګوښه او ان څارنوالۍ ته هم معرفي شول ... خه نو دا ولې معرفي شول ؟ ولې داسې وشول ؟ په دې به نه سره غږيږو ځکه دوی ټولو زريدار موتر نه درلودل هغه يې هم بيا پيدا کړل ... خو نهايي لېستونه خلاص شول د ټولو ولایتونو... اوس پاتې ابتدايي دي خو له ډېر ځنډ او خنډ څخه ډک اعلان شول دا هم بشپړ شول ...
 
خبره راغله ابتدايي لېست ته، دا نتايج هم خه په درز او غوبل کې اعلان شول سمې غوړې غوړې ډوډۍ ګانې کېدلې هغه وخت چې اعلان نه وو، خو اعلان شول ، د ځينو ولايتونو روسته، مخته او شاته، وکلان ارګ ته وغوښتل شول، وکالت ته معرفي شول له سوکند ورکولو تېر شول، ځينو لاسونه پورته ځينو ښکته، ځينو چرته او چرته ... خو لاړل د ولسي جرګې تالار يا د ملت کور ته، ملت کور نه سينما ته ولاړل، خو دلته ځينو وکيلانو د چوکۍ په سر شور شو، دلته نوم هم لږيدلی وي هر يوه خپله چوکۍ مالومه وي، خو دا عاجزان خو اکثره ، هغه د کمپيوتر خبره ده، چې په خوب کې راجيګ وو بس پارلمان ته ولاړ وو، نو په دې کې داسې نوماندان هم وو چې فکر نکوم د خپلې ښځې هم ورسره خوښه وي، خو ودريدل... لافې او غورې دي چې روانې دي د تالار په داخل کې بس تيارې دي چې يوه طرفه او بله طرفه پورته کيږي، ځينې خو دا هم وايي چې په دې ټاکنو مې مکمله دارايي لاړه او داسې هاسې... خو لافې لا خلاصې نه وې چې له پورته چوکۍ غږ شو چې ننۍ جلسه مو د رياست ټانو او پرېکړو ته ځانګړې کړې ده چې راتلونکې ورځ به د رياست د چوکۍ لپاره ټاکنې ترسره شي ، خو ټاکنو ته هغه څلورو نوماندانو لاسونه پورته کړل چې په دې کې يې داسې خلک هم وو چې د خارجي هېوادونو د کثافاتو او مردارګيو قرارداديان پاتې شوي وو، خو ځينې يې بيا سم د وطن له غمه شپې او ورځې سبا کولې او ځينو بيا په دې برخه کې شپاړلس اوولس کاله تجربه او کاري مښينه لرله، او د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه خبره وو، ځينو بيا نو پارلمان په ټلوېزيون کې ليدلی وو کنه همداسې خدای خبر چې کومه کنده کې به وو، خه د نتايجو لپاره ورځ دويمه شوه راورسيده ترڅو راييه واچوي، غږ شو پلانی د پلاني ولايت څخه راجيګ شو زوی مړی راروان شو کوږ ، کوږ د صندوق پر لور روان دی، دلته خلک ديته حيران پاتې وو چې دا زوی مړی ولې داسې روان ده،؟؟؟ خلک دي شکونه دي... نو همداسې په نوبت نوبت راتلل د صندوق پر لور رائيې يې استعمالوله او د خپل ولايت استازيتوب يې کوو... نو اعلان وشو د دې څلورو نوماندانو ترمنځ دوه يې پاتې راغلل او دوه يې له دې څخه تر مخه راووتلل او دويم رونډ ته دېته ورځ ورکړل شوه سبا بيا ددې دوه اشخاصو لپاره ټاکنې کيږي... په دې کې يو شخص داسې هم وو چې يو وخت د قرارداد په نوم ياديده... يو يې بيا د وطن پرستۍ لپاره ځان هم قرباني کوو... خبره تر دې راورسېده چې يو نوماند يې د وطن پرستۍ په نوم ياد که او بل يې د مادياتو په نوم ياد کړل او پاتې شول ... خو ددې دوه نوماندانو لپاره کمپاين شروع شوو، ... څوک يو ډول کمپاين څوک بل ډول کمپاين ان څوک په لس زره څڼورو کاغذونو رايه اخلي او خرڅوي يې،... دلته بيا ډالرو ته خبرې راغلې ځينو ويل څوک چې ډالرو ته راييه ورکوې هغه به پر ناموس هم بند نشي او څوک چې او څوک چې د وطن له غمه مړه وي نو د وطن د ابادۍ لپاره به د وطن پرسته شخص ته رايه ورکړي... دا خبرې په رسنيو، فېسبوکونو، ټوايتر ... او نورو رسنيو خپرېدې خو خبره ډېره ګرمه روانه وه ...
 
خو رايه شروع شوه، نوماند راروان دی، واسکټ يې پر يوې خوا او بلې خوا ځغلي ته به وايې وطن بس دده پر مت ازاد شوی دی... خو دا نوماند ډېر په څنګ راروان وو نه پوهېږو چې ولې او خبره څه ؟ هو رښتيا روژه هم وه، دلته ډول ډول فکرونه او سوچونه خلکو ته ولوېدل... خو وار په وار راتلل راييه استعمالوله رايه خلاصه شوه... خبره تر اعلانه راورسېده ... له پورته څوکۍ غږ پورته شوه او خدا مکې نوم يې ديګان وو، که دهکان سپينه ږېره ته وا سم د مولويانو له ډلې يو ده خو خبر به نه واي چې... خو دې شخص چې پورتنه غږ وکړ او زياته يې کړه چې څوک ۵۰+۱ رايه پوره نکړي هغه د رياست ته نشي راتللی او هغه څوک چې ۵۰+۱ رايه پوره کړې هغه به د رياست لپاره د مشر په توګه نومول کيږي... خو د رايو شمېر شروع شو ... له دې دوه اشخاصو يوه هم ۵۰+۱ يوه رايه پوره نکړه يو شخص ۱۲۳ رايې وړې وې او بل شخص ۵۵ رايې وړې وې خو دواړه په اصل کې ناکام راتلل ، د ولسي جرګې د موقتي مشر لخوا د ۱۲۳ رايو هغه شخص اعلان کړ چې د قراردادي په نوم ياديده... خو نور اشخاص ډېر وارخطا شول په دې وارخطا شول چې دي موقتي مشر خو مخکې يوه خبره کوله او اوس خبره تر دې راورسيده چې په ۱۲۳ رايو څنګه بريالی اعلان شي؟... خو تالار د لاسونو په پرکا شو او پورته شو دا هغه لاسونه وو چې خپل ملت يې په يو څه پلورلی وو... خو جنجال شو شور ماشور شو، ددې بل نوماند ملاتړي هم راپورته شول چې د وطن لپاره يې رايه کارولې وه او د وطن د ابادۍ لپاره يې مټې بد وهلې وې،... خبرې تر دې راورسېدې او ګنګوسې شوې او خپرې پورته شوې او د مادياتو نوماندانو چې خپل ځان يې پلورلی وو هغه هم د ۱۰۰۰۰ زره څڼورو کاغذونو باندې... خبره دلته لا خوند وکړ او خبرې اترې روانې شوې... يوه نوماند د بل نوماند په غوږ کې سر ورښکته کړ وايي خبر نه يې نا ولا وکيل صيب څه وو ؟ ژر وايه ... خه وکیل صيب هغه چا چې د څڼو والا( ډالر) اخیستي وو هغه اغ اغ اغ... اغه دي ... څه دې وا وکيل صيب زما انديښنه شوه ههغ هغه هغه وکيل صيب روژه ده مه مې زوره وايه شف شف مکوه شفتالو يې کړه،،... خه وکيل صيب هغه خو ج ج ج جالي وختې څه څه وکيل هغه ډالر يادوم چې ما او تا رايه پرې و پلورله... بوووو اوس به دې ژړا خه ورته ودريږي دې عاجزانو ته... خه وکیل صيب يعنې ناچله دي نه چليږي هو هو ته څنګه خبر شوې،؟؟ وکیل صيب زه اوس له صراف څخه راغلمه خه ړوند شې ته بيا صراف ته هم رسېدلی وې هو هو وکيل صيب ډېر شی وو ما ويل کور ته يې يو سمه چې سم افرينۍ راکړي... بووو دلته وکيل صيب پر مځکه پورت ده او دا بل بيا خبرې کوي ژر شو مخ يې واړوه وکيل صيب وکيل ولې څه وشوو؟؟؟ وکيل صيب خبرې نه کوي خبر مه شې چې هغه خپله يوه رايه او د ملت رايه په جالي ډالرو پلورلې ده... دلته دا نورو وکيلانو ته پوښتنې په دې ډول پيدا شوې چې ولې دا وکيل صيب ولې ځمکې ته ګذار شوی ده ... بل ورته وايي دا دا دا روژه ده فکر کوم فشار يې لوړ شوی دی ، ... خو هغه شخص انتقال شوو... خبره دلته ډنډوره شوه هغه چا چې رايه پلورلې وه هغه ډالر ټول جالي وختل او جالي وو،، بووووووووو دلته به دې اوس دې بې چاره وو ته خه ژړا ودريږي ، يوه رايه او يو ملت و پلوره او بيا هغه هم په جالي ډالرو...