د اسلامي نړۍ حکمرانان!

په دریمه حجري پېړۍ کې د مامون زوی معتصم بالله د مسلمانانو حاکم وو ، په روم کې یو مسلمان یوه مسلمانه ښځه په داسې حال کې ولیده چې د روم د سلطنت نجسو عسکرو د زندان په لور کشوله، مسلمان ځوان چې د دې صحنې په لیدو سخت دردمند شو خو څه یې له وسه نه وو پوره، خو دې وخت کې مسلمانې ښځې نور یې له چا تمه نه وو د معتصم بالله څخه د مرستې غوښتنه کوله او مسلمان ځوان هم په بېړه د هغې مسلمانې ښځې احوال معتصم بالله ته را ؤ رساوو ،معتصم بالله چې د مسلمانانو حاکم وو د روم حاکم ته داسې لیک واستاوو: د مسلمانانو د حاکم له طرفه د روم سپي ته!

هغه مسلمانه زنداني ښځه له زندان څخه ایله کړه کنه داسې لښکر به در پسې در ولېګم چې سر یې عراق او اخر یې په روم کې وي، د رومیانو حاکم د لیک ځواب را ونه لېګه او معتصم بالله هم خپل لښکر تیار او په روم یې حمله وکړه، مسلمانان په هغه وخت کې د نړۍ په کچه پرمخ تللی فوج درلود او ورسره داسې وسلې هم دوی جوړې کړې وې چې ساري یې نه لیدل کېده یوه نمونه یې داسې وه چې په منجنیقونو کې به یې اور کېښوده او د دښمن په لوري به یې وارول په اصطلاح د همغه وخت راکټ وو او د همدغو وسلو په برکت یې د رومیانو د فوجیانو له مقاومت څخه خوا بده کړه او همغه سیمه یې د رومیانو له سلطنت څخه آزاده کړه.

نن سبا د اسلامې ټولنې حاکمان که وګورو د مسلمانانو هېڅ کوم ارزښت یې نده ساتلي عربي هیوادونه، د منځنۍ آسیا هیوادونه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي هیوادونو حاکمان په څومره ذلت کې ژوند کوي ، عافیه صدیقه چې یوه مسلمانه ډاکتره ده نن د نړۍ د سرسختو کفارو سره زنداني ده، قدس یې اشغال کړي، فلسطیني مسلمانانو سره کوم ظلمونه چې دوی یې نه کوي سوریه یې کنډواله کړه د مسلمانانو د تمدن مرکز مصر یې خپلو غلامانو ته په لاس کې ورکړي، عراق او افغانستان یې لا اوس هم په بل کړي اور کې سوځي، د مسلمانانو د ناموس بې عزتي په علني ډول کېږي ماشومان یې وژل کېږي مالونه یې لوټل کېږي خو د اسلامي دولتونو حاکمان هېڅ هم نشي کولي، نن که مسلمانان څومره ډېر دي خو غربي نړۍ یې چارې سمبالوي ځوانان یې په نورو خرافاتو مصروف ساتلي او که کوم ځوان غږ اوچت هم کړي سر یې پرې کوي او وژني یې،
نن په اسلامي ټولنه کې معتصم بالله نشته، هارون الرشید نشته، عثمان نشته چې د مسلمانانو د حال پوښتنه وکړي او د مسلمانانو د عزت او آبرو ساتنه وکړي، هو هرڅه ممکن دي خو که چېرته مسلمانان خپل مسؤلیتونه درک کړي، ځوانان ویښ شي او همداشان د نویو راټوکېدلو ځوانانو د مراهقت دوره په اسلامي چوکاټ او اسلامي تهذیب کې تېره شي، او له بد اخلاقیو څخه وژغورل شي، هلته به بیا د مسلمانانو سر، مال ،عزت او ناموس خوندي وي.