چین هم د لومړي ځل لپاره داسې موټر جوړ کړ چې موټروان ته اړتیا نه لري

روهي( څلورنۍ/۱ د غبر ګولي )، چین هم لومړي ځل لپاره داسې موټر جوړ کړ چې بغیر د مو ټروان څخه خلک تر خپل ځای پورې رسولی شي .
 

په پرمختللو هېوادونو کې اوس زیات کار په همدې هم روان دی چې څنګه د موټر وان څخه بغیر موټرونه خلک تر خپل تاکلي ځای پورې ورسوي.
 

دا موټر د چین په فوجیان ایلت کې جوړ شوی د ی. دا موټر د ۱۸ کسانو د ناستې ځای لري چې ورسره د مسافرۍ ټول د ضرورت وړ شیان هم په کې شتون لري.
 

دا موټر په ټولو سړکونو باندې تګ کولی شي ځکه په یاد موټر کې د ریدار سېستم، لیزر او سینسر په کومک سړک ارزوي او د دې ترڅنګ ترافیکي نښو سره په جوړ قانون چلېږي.