افغان لوبډلې سيالې ايرلنډۍ لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

روهي( څلورنۍ/۱ د غبرګولي )، پرون ورځ د افغانستان پر مهال ۲:۱۵ بجې د ماسپښین افغان او ايرلنډ لوبډلو ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه او په دې سره د دوه نړيوالو لوبو ياده لوبلړۍ يو - يو مساوي پای ته ورسېده.
 

که څه هم د لوبې په پيل کې ايرلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله, خو لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې وويل. افغان لوبغاړو له پيله ښه توپوهنه پيل کړه چې د اوو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۵۰ اورونو کی سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو ستر هدف وټاکه چې د افغان لوبغاړو له منځه شهزاد تر ټولو زياتې ۱۰۱ منډې وکړې او په دې سره يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې خپله شپږمه سليزه هم پوره کړه چې ورپسې رحمت شاه ۶۲, نجيب الله ځدراڼ هم ۶۰ ناسوځېدلې او حشمت الله شهيدي ۴۷ غوره منډې وکړې.
 

د ايرلنډ توپ اچوونکو له ډلې بيا ام اې اډېر درې, اې ار مکبراين دوه, او رنکېن او سټرلېنګ يوه - يوه ويکټه واخيسته.
 

ورپسې ايرلنډ خپله توپوهنه پيل کړه, خو د افغان توپ اچوونکو په ځانګړي ډول د ګلبدين نايب د توپ اچوونې پر وړاندې يې مقاومت ونه کړای شو چې پکې ګلبدين نايب د ۴۳ منډو په ورکولو سره شپږ ويکټې ترلاسه کړې او همدارنګه دولت ځدراڼ, افتاب عالم او رحمت شاه هم يوه -يوه ويکټه واخيسته او سيالې لوبډلې ته يې په ستر توپير ماتې ورکړه.
 

د يادولو ده چې د ايرلنډي توپوهوونکو له ډلې يوازې سټرلنګ ۵۰, وېلسن ۳۴ او بېلبايرني ۲۰ ډېرې منډې وکړې او ويې نه شوای کولی چې د افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړي چې په دې سره دغه لوبلړۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
 

بايد وويل شي له دې سره به افغان اتلان د نړيوال جام لپاره انګلستان هېواد ته ولاړ شي.