د غزني ولايتي اداره: دغه ماشومان نن د انسان تښتونکو له منلګو خلاص شول

روهي (درې نۍ/۳۱ د غوايي)، د غزني ولايتي ادارې رسنيو ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې د هېواد ملي پوځ سرتيرو څلور ماشومان د انسان تښتونکو وژغورل.

علي لالا سيمه کې د څلورو (4) ماشومانو له تښتولو څخه مخنيوى وکړ. سړي تښتوونکو ياد څلور تنه ماشومان چې دوه نجوني او دوه يې هلکان وو، له علي لالا کلي تښتولي او غوښتل يې چې د ده يک ولسوالۍ لوري ته يې انتقال کړي.

د ملي پوځ سرتيرو ياد کلي ته نيږدي د ملي اردو ځواکونو له چيک پاينټ سره مخ او چيک پاينټ ته نارسيده يې تښتول شوي ماشومان آﺯاد او خپله په تيښته بريالي شوي دي.د يادو ماشومانو عمرونه له څلورو تر اتو(8) کلونو پوري دى.