هانیه عامر، یاسر حسین او اقراء عزیزپه یو روژه ماتي کې ګډ ولیدل شو

روهي( درې نۍ/۳۱ د غوایي )، د پاکستان هېواد فلمي لوبغاړو ( هانیه عامر، یاسر حسین او اقراء عزیز ) ترمینځ په تېره اوونۍ کې خواله رسنیو کې د جنګ او خفګان خبرې رولاړې شوې وې خو دغو درې واړو یو ځای روژه ماتي په ډاګه کړه چې دوي سره جوړ دي.
 
 
دغو ټولو ته د پاکستان کلتوري جامو جوړونکي ( انصاري ) له خوا یو روژه ماتی تیار شوی و.
 
 

دغې مېلمستیا کې ځانګړې خبره دا وه چې انصاري له ټولو مېلمنو غوښتي وو چې سپینې جامې واغوندي او په مېلمستیا کې ګډون وکړي.
 
 
دغې مېلمستیا کې نادیہ حسین، ثروت ګیلانی، عائشہ عمر، قبریٰ خان، صبور علی، زارا نور عباس، منیب بټ، ایمن خان او حسن شهریار یاسین هم ګډون کړی و.